روغتيا

شكر څخه د ځان خلاصولو یوه بله اسانه لاره

د شکر مرض دوهم قسم (ټايپ ټو) یو له هغو مرضونو څخه دی چې ځيني ډاکتران یې علاج له امکانه وتلی بولي.

خو؛ یوې نوې تازه څېړنې بیا د دغه مرض ډير اسانه علاج موندلی دی.

د برتانیې نیو کیسل پوهنتون د شکر مرض په اړه څېړنه کړې چې وروسته دې پایلې ته رسیدلي چې د شکر (دوهم قسم) په مرض اخته میلیونونو کسان علاج په وزن کمېدو سره کیږي.

څېړنې ویلي چې دغه مرض له کبله په تریخې کې وازده جمع کیږي او که د دې وازدې یو ګرام کم شي، دغه مرض شاتګ ته اړ کیږي او د انسولین د جوړیدو بهیر ورسره سمیږي.

شکر مرض د سترګو په ړندیدو، ګوزڼ باندې د اخته کېدو، ګردو په لمنځه وړلو او د بدن له غړو څخه په محرومیدلو کې مهم خطرناک رول لوبوي.

د څېړنې پر مهال ۱۸ چاغ کسان چې د شکر د مرض ښکار و، اته اونۍ کمه ډوډۍ ورکړل شوه. د تجربې پر مهال له ۲۵ تر ۶۵ کلونو پورې د مریضانو وزن اوسطا ۱۴ کیلو کم شو چې په پایله کې په تریخې کې د جمع شوې وازدې ۰.۶ ګرامه کمه شوې وه. په تریخې کې د وازدې د کمېدو سره په نورمال کچه د انسولینو په جوړولو کې ترې کار واخېستل شو.

څېړونکي وايي چې د شکر مرض (دوهم قسم) ښکار کسان که وزن کم کړي، نو د دوی په تریخې کې د جمع شوې وازدې غونجیږي او کمیږي او تریخی نورمال حالت ته راوستلو کې مهم رول لوبوي.

یاده څېړنه په انلاین مجلې ډایبیټیس کیر کې خپره شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button