
شپږ میاشتې وړاندې تاجکستان د دې لپاره چې د بدخشان په مرکز فیض آباد کې امنیتي حالات ډېر خراب وو، خپله قونسلګري وتړله.
د تاجکستان هېواد وايي، د دې لپاره موشپږ میاشتې وړاندې خپله قونسلګري وتړله چې زمونږ د دیپلوماتانو ژوند خوندي نه وو.
د بدخشان امنیه قومندان غلام سخي غفوري وايي، اوس مهال په بدخشان کې امنیتي وضعیت ښه دی، نوموړى د تاجکستان هېواد د ديپلوماتانو د ژوند د خوندیتوب خبر وکوي.
او همدا رنګه په بدخشان کې د والي ویاند وايي، ورسته له هغه چې د تاجکستان هېواد د خپلو ديپلوماتانو د خوندیتوب ډاډ تر لاسه کړ، په بدخشان کې یې خپله قنوسلګري پرانسته.
په بدخشان ولایت کې د تاجکستان د قونسلګري مشر امید نظروف وايي، د قونسلګري په پرانستلو سره به د دواړو هېوادونو تر مینځه به همکاري زیاته شي.
نوموړى وایي، د دې قونسلګري په پرانستلو سره به د افغانستان خلک په ځانګړي توګه به بدخشان خلک وکوالی شي په اساني سره د تاجکستان ویزې تر لاسه کړي.
بدخشان له تاجکستان سره ۷۵۰ کیلو مترو په اندازه پوله لري، او دیادونې وړ خبره ده چې د امو پرسیند د دغه ولایت نهه ولسوالۍ له تاجکستان سره په پوله پرتې دي.