افغانستان
«افغانستان د سياسي سقوط له گواښ سره مخ دی»
د امريکا د ملي امنيت مشر جيمز کلپر پرون د امريکا د مشرانو جرگې غونډه کې څرگنده کړه، چې افغانستان په روان ميلادي کال کې د سياسي سقوط له گواښ سره مخ دی. هغه وويل: «د افغانستان سياسي جوړ جاړی مخ په خرابېدو دی، د طالبانو بريدونو زور اخيستی او حکومت د سرچينو د کموالي له جدي گواښ سره مخ دی».
ښاغلی کلپر د امريکا د ۱۶ استخباراتي ادارو تر منځ د همغږۍ راوستو ادارې مشر دی.
له کلپر وړاندې د امريکا نورو چارواکو هم ۲۰۱۶ز افغانستان لپاره له جگړې ډک کال بللی دی.
د افغانستان د ملي يووالي حکومت مشران سره له دې چې بيا بيا د همغږۍ او گډ کار په اړه د ژمنتيا دعوه کوي، خو وخت ناوخت د ولسمشر او اجراييه رييس تر منځ د اختلافاتو په اړه خبرونه خپرېږي.
همدا راز امريکايي چارواکي تاييدوي، چې طالبانو د مخکينيو کلونو په پرتله له حکومته ډېرې سیمې نيولي او د حکومت د واک سيمه يې محدوده کړې ده، خو د ملي يووالي حکومت چارواکي دا خبرې ردوي.