بلجيم کې يوې ترسره شوې طبي څېړنې کشف کړې ده، چې ټولنه کې د چلن د بدلون له امله به د ځمکې نيمی اوسېدونکي تر ۲۰۵۰ز د سترگو د ديد له کمښت سره مخ شي، چې له امله به يې د عينکو په سترگو کولو ته اړ شي.
څېړونکو ويلي، د مطالعې، لوست او کار پر مهال پر ښيښو (سکرينونو) د ډېری خلکو تکيه پر سترگو ستر منفي اغېز لري. همدا راز طبيعي رڼا ته کم لاسرسی او ښيښو ته د کتو پر مهال د مصنوعي رڼا کمزوري سترگو ته زيان رسوي او د له منځه تلو سبب يې کېږي.
له څېړنې سره سم راتلونکو کلونو کې به د سترگو د ديد له کمېدو سره مقابله اسانه نه وي، دا ځکه چې دا د ښيښو يا سکرينونو له کارولو سره د انسان په تعامل پورې اړه لري او په لومړيو کې اړتيا ده، چې سترگې له ښيښو لرې وساتل شي.
څېړنې ښودلې ده، چې د سترگو د ديد له کمښت سره تر ټولو ډېر مخ کېدونکي ډله کوچنيان دي، ځکه دوی له ډېر کم عمره سکرين ته کتل پيلوي.