
تېره اوونۍ د ننگرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش جگړهمارو د گڼو ولسي وگړو کورونه ته اور اچولی وو او څو تنه ماشومان د سپینگیرو په شمول وژلي وو.
له دې پېښې وروسته د حکومت او داعش ډلې تر منځ جگړه پيل شوې چې تر دې دمه دوام لري. د جگړې له امله سلگونه کورنۍ په دې مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځاینو ته یې پناه ویسي.
د ننگرهار والي سلیم خان کندوزی وايي چې د داعش ډلې شاخوا سلو کورونو ته اور اچولی او پنځه سوه نورې کورنۍ دېته مجبوره کړي دي چې خپل کورونه پرېږدي.
والي همداراز زیاته کړې چې د ملي اردو سرتېري د داعش له ډلې سره کلکه جگړه روانه کړې او تر دې مهال یې له دښمن څخه ډېره سیمه پاکه کړې ده.