خبرونهسلايډ

د امنیت شورا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه لگوي

نن د مارچ په یوولسمه د امنیت شورا غړو هېوادونه د شمالي کوریا پر وړاندې په نوي بندیزونو باندې پر پریکړه لیک بحث کوي. دا پریکړه لیک د امریکا له لوري امنیت شورا ته وړاندې شوی دی. شمالي کوریا د روان کال په جنوري او فبروري کې د اتومي او هایدروجني بمونو تجربې وکړې چې ورسره په نړیواله کچه غبرگونونه وشول.

د امنیت شورا غړو هېوادونو کې چین او روسیه له شمالي کوریا سره نږدې اړیکې لري او ویل کېږي چې د دې پریکړه لیک په اړه له امریکا او د شورا له نورو غړو سره دوی همغږي دي.

د دې پریکړه لیک له مخې شمالي کوریا نه شي کولی چې د سکرو ډبرو صادرات او یا واردات د ولس له اړتیا ډېره وکړي. همدارنگه د دې پریکړه له مادو سره سم شمالي کوریا نه شي کولی چې سره زر، تیتانیم او لږ پیدا کېدونکي معدني مواد له نړیوالو بازارونو څخه تر لاسه کړي.

نړیوال بانکونه همدارنگه نه شي کولی چې د شمالي کوریا له بانکونو سره راکړه ورکړه وکړي او د نړیوالو الوتکو پروازونه هم دې هېواد ته محدوديږي.

امریکا، بریتانیه او فرانسه غواړي چې دغه پریکړه لیک د امنیت شورا څخه ژر تصویب شي خو روسیه غواړي چې تر بحث، کتنې او ژور غور وروسته دا بندیزونه عملي شي.

د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶م کال کې پر شمالي کوریا اقتصادي بندیزونه ولگول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button