افغانستانسلايډ

جنرال شهيم: طالبان د سترو سياسي څېرو د ترور هڅې کوي

د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستيز جنرال قدم شاه شهيم څرګنده کړې ده، چې طالبان پلان لري، چې سترې سياسي څېرې ترور کړي.

ښاغلي شهيم مزار شريف کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قوماندان د معرفي پر مهال وويل، چې د طالبانو عمري عمليات بريالي شوي نه دي او د هغوی فعاليتونه د امنيتي ځواکونو له لوري له ماتې سره مخ دي. نوموړي زياته کړه، چې طالبانو د عمري عملياتو په پيلولو غوښتل چې ختيځ، سويل، شمال او شمال ختيځ افغانستان کې سياسي څېرې له منځه يوسي، خو په وينا يې ونه توانېدل. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله ډېره زياته شوې ده. افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نېکولسن پرون وويل، چې د افغان ځواکونو تلفات د ۲۰۱۵ز په پرتله هم ډېر شوي دي. ۲۰۱۵ کې له پنځو زرو ډېر افغان سرتېري وژل شوي وو او زرګونه نور ټپيان وو.

سره له دې چې جنرال شهيم د طالبانو پر ضد جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې د پام وړ بولي، خو د افغان ځواکونو نړيوال ملاتړي هېوادونه وايي، چې امنيتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې کمزوري دي او ځکه يې دوی د مرستې لپاره افغانستان کې پاتې کېږي.

د افغانستان لوی درستيز په دې اند دی، چې طالبان او نورې وسله والې ډلې اوس هم پلان لري، چې امنيت خراب کړي او ستر بريدونه ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button