د فاریاب ولایت چارواکې وايي چې د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې نن سهار د ملي پولیسو او اربکیو تر منځ نښته کې درې تنه مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
د قیصار والسوال رحمت الله قیصاري پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دغه پېښه نن سهار ۱۰:۳۰ د قیصار ولسوالۍ په (بورغن) سیمه کې رامینځته شوې چې تر اوسه پورې یې د مړو او ټپیانو کره شمېر نده معلوم. د قیصار پخوانی ولسوال محمد طارق د دې پېښې په تړاو رسنیو ته ویلي چې په دغه نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې. نوموړی زیاته کړه چې په یاده نښته کې ۳ تنه مړه او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.هغه زیاتوي دواړه غاړې د بورغن سیمې اوسېدونکي دي.
یوې سرچنې د نوم نه ښودلو په صورت کې ویلي چې په دغه نښته کې نورمحمد د اربکیو قومندان وژل شوی او شرف الدین چې د قیصار ولسوالۍ د ټولي قومندان دی له دوه ماشومانو سره زخمي شوی. وېل کېږي چې نورمحمد او شرف الدین د ښکیلو خواو تر منځ منځګړیتوب کاوه. سرچینې ښکیلې خواوې په ځینو دولتې وکړو پورې تړي او وایي چې یوه ډله په ولسي جرګه کې د خلکو استازی فتح الله قیصاري خلک او بله یې د قیصار امنې قومندان ملاتړې دی.