د کابل اوسېدونکي وايي، د ښار په بېلابېلو سيمو کې د سنوکر لوبې کلپونه د ساتېرۍ پر ځای د جگړو او نشو په ميدانونو بدل شوي دي.
د کابل په شهرنو، ده افغانان، کوټه سنگي، چمن حضوري، خيرخانه مېنه، قلعه فتح الله، ارزان قيمت او نورو سيمو کې د سنوکر لوبې گڼ کلپونه شتون لري، چې د خلکو په وينا سمه گټه ترې نه اخيستل کېږي، بلکې اوسمهال يو گواښ بلل کېږي.
د کابل ښاريان وايي، کلپونو ته ډېری هغه خلک راځي، چې په لوبو شرطونه تړي، الکول څښي او نشې کوي، چې له امله يې ستر جنجالونه او ځينې وخت فزيکي شخړې رامنځته کېږي.
يوه تن وويل: «ما څو ځل په دې کلپونو کې د خلکو تر منځ جنگونه وليدل، تر دې چې خلک په کې سخت ټپيان شوي دي».
د وحيد عزيزي په نوم يوه تن پژواک سره خبرو کې وويل: «د کلپونو خاوندانو کلپونه د شرابو او نشهيي توکو په پلورنځايونو بدل کړي دي». نوموړي زياته کړه، څو ورځې وړاندې هم په پنجصد فاميلي سيمه کې د يوه کلپ خاوند د پوليسو له لوري له دې امله ونيول شو، چې شراب او چرس يې خرڅول.
د کابل ښار ډېری پلرونه وايي، له دغو کلپونو اوسمهال يو ستر گواښ جوړ دی: «هلکان د لوبو په نيت کلپونو ته درومي، خو هلته د مشرانو له سترگو لرې د شرابو او چرسو په څېر له سترو ننگوونو سره مخ کېږي او شونې ده پرې روږدي شي».
د سنوکر د فدراسيون سرپرست وحيد الله اصغري منلې ده، چې په يو شمېر کلپونو کې پورته ستونزې شتون لري، خو په وينا يې د کلپونو خاوندانو ته يې په ټينگه د دغو کارونو د مخنيوي ويلي دي. د اصغري په وينا کابل کې د سنوکر نوي کلپونه خلاص دي، چې يوازې پنځوس يې تر دې دمه له فدراسيون سره راجستر دي او پاتې نورو ته څلور ورځې مهلت ورکړل شوی دی.