خبرونهسلايډ

له اروپا څخه زرگونه افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي چې د ۲۰۱۶م کال له پیل څخه راهیسې په زرگونه افغان کډوال له اروپا، ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل چې یوازې له اروپا څخه ۳۶۵۷ تنه افغان کډوال چې د اروپایي هېوادونو د تابعیت غوښتنې یې کړې وې خپلو کورونو ته ستانه شوي او شاوخوا ۶۰۰۰۰ نور کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد راغلي دي.

له اروپا څخه د راغلو افغان کډوالو ډېره شمېره له جرمني څخه راستانه شوي دي. د کډوالو د وزارت په وینا تر دې دمه په راستانه شوو کې یوازې ۷۰ سلنه له جرمني څخه راغلي دي.

د اروپايي اتحادیې او ترکیې تر منځ له هوکړې وروسته ځینو اروپايي هېوادونو خپلې پولې د کډوالو پر مخ وتړلې چې دې کړنې د کډوالو په شمېر کې د پام وړ لږوالی راوستی دی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button