روغتيا

اته ساعته خوب د روغتيا ضامن دی

هغه خلک، چې لږ تر لږه اته ساعته خوب کوي، دغه خلک د زړه او دماغو له پلوه ډېر صحتمند وي.

په امريکا کې د نوې تر سره شوې طبي څېړنې له مخې ويل شوي، چې د خوب پر مهال د ګڼو خلکو حالت له څېړلو وروسته د ښه خوب لپاره ځانګړي شرطونه په نښه شوي.

څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې کوم خلک د شپې لږ تر لږه اته ساعته خوب کوي، د هغه خلکو په پرتله يې زړه درې چنده ښه وي، چې له دې کم خوب کوي.

د امريکا د زړونو اتحاديې څېړنيز مرکز د ۹۷۰۰ کارګرانو پر روغتيا، د هغوی پر خوړو، فزيکي فعاليتونو او خوب پر حالت څېړنې کړي دي.

د څېړنې له مخې دغه په دره ډلو وېشل شوي دي. لومړی هغه، چې شپږ ساعته خوب کوي، دويم، اووه ساعته او درېيمه ډله اته ساعته خوب کوي.

په څېړنه کې  د دغو کسانو د زړه حرکت، د وينې فشار، وزن، شکر، د وينې غوړ او نور اړين فعاليتونه څېړل شوي دي.

د څېړنې پايلې ښيي، چې اته ساعته خوب کوونکی انسان د ښه او فعال زړه څښن وي، د خوړو عادت او اشتها يې هم برابره وي، د وينې فشار يې مناسب او د فزيکې فعاليتونو له مخې د نورو خلکو په پرتله ډېر فعال وي.

Related Articles

2 Comments

  1. رښتيا هم خوب په خپل وخت او ۸ ساعته کول خاص اثر په دماغو کوي ،که خوب وروسته د ماسختن له لمانځه څخه وشي نه يوازې دا چې موږ به سهار وختي راپاڅيږو له بلو به مو دماغ هم ارام وي،ډیر ښه معلومات دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button