روانې چارېسلايډ

ولایتونو ته د وزیرانو نمایشي سفرونه / عابد

 دیو ملګری خبره مې ده چې وايي اماراتوته په سفرکې راسره ترڅنګ د حامدکزي  د ادارې یو وزیر ناست وو، دغنې د انتخاباتي منډوترړو،شعارونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه مې ورته یاده کړه ، ویل يې که داسړی واک ته ورسیږي نو ممکن زما په شمول ډیرو ته کار پيدا نه شي، غنې هدف لوړ ټاکلی او د لوړ هدف د ترلاسه کولو لپاره قوي غښتلې سټې په کار دي، زه هم خوشبین شوم، ماویل که خدای کول وطن به مو دغنې په راتګ سره جوړشي، ناهیلی نه یم، ډیر کار شوی،سترې اقتصادې اوله اهمیته ډکې پروژې تر کار لاندې دي ،دنورو لپاره تلاش روان دی، امنیتي برخې ته مو پاملرنه زیاته شوي ده، هوايي قواوې مو دپخوا په پرتله یوڅه په پښو ودریدلي دي،خارجې پالیسي مو دپام وړ ښه شوې ده،دګاونډیانو سره مو اړیکې اړتیا ته په کتوجوړې شوي دي، دچابهار بندر هوکړه لیک لاسلیک شو چې په دې سره به تر ډیره  تجارتي برخه هم پراختیا او اسانتیاومومي، دسولې خبرې هیله بښونکي دي … دا او نورې هغه چې لیکل به يې خورا زیات وخت ونیسي دملي یووالي حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه دی.

ولې د ګاونډیو ترڅنګ دځمکو دغاصبانو،مافیاوي کړیو،قاچاقبرو،زور واکو، پخوانیو قوماندانانو…او د یو شمېر نورو کړنې بیا ددې لامل شوي چې هر اړخیز ډول په ترسره شویو پراخو پرمختیايي او په ځان بسیه کوونکو هڅوباندې د اغیز سیوری وغوړوي او عامه ذهنیت  دپرمختګ څخه یوازې د نا امنیو لور ته واړوي او په دې سره ټولوته دملي یووالي حکومت ناکامه وښايي.

دکابېنې او امنیت شورا غونډې مو هغه دچا خبره د نړۍ دپرمختللو ملکو دغونډو په څېر بڼه خپله کړې ده،دمرکز،ولایاتو او ولسوالیو ټول اړین مسایل،ستونزې،غوښتنې او وړاندیزونه پکې مطرح کیږي او اړین تصامیم نیول کیږي، ولې بیاهم د وزیرانو چندان خونده  نشته ،خبرې اوعمل يې ځمکه او اسمان فرق لري،له ولسمشر منندوی یو چې وزیران يې د وزارت خانو وویستل او په ولایاتو کې يې نیغ په نېغه دولسي او محلي ادارو دستونزو د اوریدو لپاره وهڅول چې ولایاتو ته سفرونه وکړي او دخپلې برخې ستونزو ته له نږدې تر لیدو وروسته ګام په ګام دحل لار ولټوي.

خو هغه خبره ده چې پرته له نمایش،تصویر اخیستنې اوخلکو ته د دروغجنوغوړو وعدو نور هیڅ هم نشته دی، وزیرصاحبان هم همداسې کوي،زه هم په یو همداسې ولایت کې یم،دلته له یو درجن زیات  وزیران راغلل،خلکوته يې ښې غوړې وعدې ورکړي، ان داسې وعدې يې ورکړې چې د تلو وروسته ورته خپله هم نه وي په یاد چې کومې وعدې يې  دغه ولایت ته په خپل سفر کې دخلکو سره وکړي، دلته یو  وزیر صاحب دوه ځلې راغلو دهرې خبرې نه يې د دروغو او تېر باسلو  بوی پورته کیده ،خپلې تېرې وعدې ورته یوه هم نه وه یاده،  په نورو دروغجنو غوړو وعدو يې بیا د ولس سترګو ته خاورې ور وشیندلې،غني خویو غني سړی دی،ولې دا چې په غني توب يې ګرد پرېوځې هغه د همداسې بې بندوباره  او دروغجنو څېرو له امله دی، دلته چې زه یم ، په دغه ولایت کې درجن وزیرانو غوړې وعدې وکړي،خو پرته له اطلاعات او فرهنګ وزارت بل یو يې هم یوه خښته په بله کېنښوده.

د سیمه ییزې ادارې دپرلپسې هڅو وړاندیزونو،غوښتنو او پېشنهادونو وروسته چې دامنیت په برخو کې يې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره په رسمي بڼه شریک کړل اړوند وزارتونه مجبور شول چې دغه ولایت ته لوړ پوړي پلاوي راولیږي، پلاوي راغلل،وعدې يې وکړې او بیرته لاړل ،میاشتې تیرې شوي،نه خود امنیت په ټېنګښت کې ښه والی راغی او نه هم  د شویو وعدو  دعمل کوم څرک ولګیده،په هر حال همدا حال دټولو وزیران دی.

دا په خپل ځای. ولسمشر غني لکه څرنګه يې چې هدف لوړ ټاکلی وو، دې بدبختو خلکو پرېنښود چې خپلو ملي موخو ته په اسانۍ سره ورسیږي، همدوی د ولسمشر ډیرې ژمنې چې دولس سره يې کړې وي دخپلوشخصي ګټو دخوندیتوب په خاطر پلې او تطبیق نه کړي،اوس هم په مقرریو کې پراخې لاس وهنې کیږي،قرار دادونه په مرکز کې ترسره کیږي، د ولایاتو پېشنهادونو او غوښتنو ته په وخت رسیده ګي نه کیږي، یو عادي ولایتي وړاندیز دهمدې جیب پالو وزیرانو او مسؤلینولخوا میاشتې میاشتې همداسې دمیز په سر پاتې کیږي او په پای کې د یو داسې برخلیک سره مخامخ کیږي چې لابه دې هېلې په ناهېلو در بدلې کړي.

ولایتونو  ته په سفرونوکې  وزیران پرته له دې چې د ځان سره ډالۍ راوړي،په تشو غوړو وعدو خلک تېر باسي نورهیڅ لاسته راوړنې نه لري،ان ولایتونو ته سفر خو  دوی ته ستره قهرماني ښکاري، خو برعکس کله چې له  ولایتونو څخه څوک وزارت خانو ته  ځي نو  اړین دی چې په وزارتونوکې  د وزیر صیب تر دفتره له  څوپاټکونو  دپېسو د د ورکولو وروسته تېر شي او د ورځو،ورځو انتظار په تېریدو وزیر صاحب ووینې  چې دې چارې نه یوازې دا چې کارونه يې دستونزو سره مخامخ  کړي بلکې دټولو دصبر او حوصلې کاسه يې هم دنسکوریدو برید ته رسولي دي.

له ولسمشر مو هېله ده چې دې حالت ته څومره چې ژر کیږي د وطنپالو،زړه سواندو او اهل کسانو پر ګمارنه بدلون ورکړي او د ولایتونوڅخه د والیانو له لارې دهر وزارت له لوري دشویو ژمنو او دهغوی تعمیل په برخه کې اړین معلومات راټول کړي، که کوم وزیر ژمنه کړي وي او پوره کړې يې وي کور يې اباد او که کوم بل پکې پرته له لوی خنډونو بې ځایه پاتې راغلی وي ،نو بیاخو دې الله مل شي ،دا وطن په ډیرو سترو هستیو  او کادرونو ډک دی،ځکه دولتي څوکۍ خو یوازې د امتیاز او شخصي ګټو لپاره نده ،دولتي څوکۍ خو دولسي خدمت لپاره ده ،څوک چې خدمت کوي ښه راغلاست ورته وایو او څو ک چې کار نه کوي نو بیا دې……..

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button