افغانستانسلايډ

د گرمسېر خلک: امنيه قوماندان په ناامنۍ او فساد کې لاس لري

د هلمند د گرمسېر اوسېدونکو د دې ولسوالۍ پر امنيه قوماندان تور پورې کړی، چې په اخلاقي فساد، غلا او د نشه‌يي توکو په قاچاق کې لاس لري. هغوی پرون کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: «د گرمسېر امنيه قوماندان او همکاران يې چې هر ډول زور زياتی وغواړي، د دې ولسوالۍ پر خلکو يې کوي».

د گرمسېر دغه اوسېدونکي چې کابل ته په شکايت راغلي وو، زياته يې کړه، چې د دې ولسوالۍ د پوليسو قوماندان له دولتي امکاناتو په گټه اخيستو د ځان او خپلو ملگرو په گټه کارونه ترسره کوي او د ولسوالۍ د امنيت خرابولو او د خلکو تر منځ نفاق اچولو کې ککړ دی».

دغو اعتراض کوونکو پر دولت نيوکه وکړه، چې څلور مياشتې کېږي مرکزي حکومت ته يې شکايتونه رسولي، خو تر اوسه د ستونزې په اوارولو کې هيڅ گام نه دی اخيستل شوی. د هغوی په وينا امنيه قوماندان ولسوالۍ کې د غلو او بداخلاقه کسانو تر شا ولاړ دی، چې له امله يې خلک تر پوزې راغلي دي.

دوی پر حکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې د پوليسو ياد قوماندان له دندې گوښه کړي او که غوښتنو ته يې ځواب ونه ويل شو، ستر لاريونونه به تر سره کړي.

د ملي او سيمه‌ييزو پوليسو د مشرانو او قوماندانانو په اړه لسگونه ځل له دې وړاندې هم ورته شکايتونه شوي دي، خو دولت ډېری وختونه تورنو کسانو ته برات ورکړی او ولسي خلک يې پر وړاندې گرم بللي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا د پېښې په اړ%8Pد ويلي، چې د اسنادو او شواهدو له مخې يې د گرمسېر ولسوال او امنيه قوماندان دواړه له دندو گوښه کړي او پر ځای به يې دوه باوري کسان وگمارل شي. خو خلک وايي، چې لا هم هلته د امنيه قوماندان او د هغه د ملگرو زور چلېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button