«امريکا دې د گوانتانامو زندان وتړي»
د امريکا سفارت مخته لسگونه لاريونکوونکي راټول شوي وو او د گوانتانامو زندان د تړلو شعارونه يې ورکول.
له تېرې يوې نيمې لسيزې وروسته دا لومړی ځل دی، چې پلازمېنه کابل کې لسگونو ځوانان د امريکا سفارت مخته د گوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه کوي.
د لاريونکوونکو په لاسونو کې گوانتانامو کې د بندي کسانو انځورونه، د زندان تړلو او «ګوانتانامو زندان د بشريت پر ټنډه تور داغ دی» شعارونه ليکل شوي وو.
ځينو لاريونکوونکو د ګوانتانامو زندانيانو نارنجي جامې پر تن وې.
د لاريونکو ځينې گډونوالو نظر محمد مطمين، خيرالله شينواري، شفيع اعظم او نورو د لاريون گډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل گوانتانامو زندان د بشريت پر ټنډه تور داغ دی او پر نړيواله ټولنه يې غږ وکړ، چې پر امريکا د زندان تړلو په موخه فشارونه زيات کړي.
له دې وړاندې په امريکا او نورو هېوادونو کې هم د دغه زندان د تړلو په موخه لاريونونه او مظاهرې شوي دي.