افغانستان

محکمې د شربت گلې خلاصون وځنډاوه

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالتي محکمې د شربت گلې خلاصون د روانې میلادي میاشتې تر ۱۱ پورې ځنډولی دی. شربت گله دوه اوونۍ وړاندې د خیبرپښتونخوا په ناصر باغ سیمه کې د پولیسو له لوري د جعلي پاکستاني تابعیت جوړولو په تور نیول شوې وه.
ټاکل شوې وه چې شربت گله به نن د پېښور له زندان څخه د محکمې په حکم خلاصېږي خو شوې ژمنه د محکمې له لوري پوره نه شوه. په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال تېره ورځ په خپله فیسبوک پاڼې کې لیکلي وو چې پاکستاني چارواکو وروسره ژمنه کړې چې شربت گله به د نومبر د میاشتې په دویمه له بند څخه ازاده کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان هم ژمنه کړې وه چې شربت ګله به د بشري تعامل له مخې ازاده کړي خو د دې ټولو شوو ژمنو سره بیا هم شربت ګله په زندان کې ده او قضیه یې لس ورځې نوره هم وځنډېده.
حضرت عمر زاخیلوال په خپله فیسبوک پاڼې کې نن د محکمې په دې حکم باندې خواشیني څرگنده کړې او زیاته کړې یې ده چې شربت گله د پاکستاني تابعیت په اخیستلو باندې مجرمه نه ده او دې د خپل خاوند د تابعیت په اساس د تابعیت ټولې چارې تر سره کړي او پاکستاني تابعیت یې تر لاسه کړی دی.
د شربت گلې انځور په ۱۹۸۵ز کال د نیشنل جیوگرافیک مجلې په پښتۍ کې خپره شوه او سترگو یې نړیوال شهرت یې تر لاسه کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button