روانې چارېسلايډ

له ښاغلي حکمتيار يوه پوښتنه

ميرویس درانی

تېره يوه مياشت کې د حزب اسلامي د پلاوي او حکومتي چارواکو تر منځ د حزب د جلاوطن مشر د بېرته راګرځېدو او پخلا کېدو په اړه سړې خبرې روانې وې او بالآخره دا دی يوه ليکلي تړون ته په کې ورسېدل.

په لومړيو ورځو کې د حزب اسلامي پلاوي يو درځن غوښتنې لرلې، خو داسې ښکاري چې اوس د حزب مشر ته هغه څه نه دي ورکړل شوي، چې ده غوښتل. ما د دوی تر منځ لاسليکېدونکی سند همدا اوس له نظره تېر کړ. د حزب مشر ته په کې دغه امتيازات د پام وړ دي:

  • حکومت به هڅه کوي چې د حکمتيار او د حزب د نورو غړو نومونه له تور لېست څخه وباسي،
  • د حزب مشر به د هغو کړنو له کبله چې تېرو څو لسيزو کې يې ترسره کړي، محاکمه کېږي نه،
  • ولسمشر به د حکمتيار ستاينه کوي،
  • دوه درې کورونه به ورکوي، لګښت به يې ورکوي او امنيت به يې نيسي،
  • د حزب څو بنديان به خوشې کوي، خو په دې شرط چې حزب ضمانت وکړي چې دوی به بېرته طالبانو ته نه ورګرځي.

په اوږده ليکل شوي سند کې دغه ټکي د پام وړ دي. نورې خبرې قانوني، نااغېزمن او رسمي دي. امتيازات يوازې همدا دي چې پورته ياد شول.

زه د دې په اړه څه ويل نه غواړم چې دغه پخلاينه ښه ده که بده، منفي اثر به يې وي که مثبت، د افغانستان په تاريخ کې به څنګه ثبتېږي. دا هغه خبرې دي چې وخت به يې ثابتې کړي. مګر زه غواړم د حزب اسلامي له امير، ښاغلي ګلبدين حکمتيار څخه يوه پوښتنه وکړم او هغه دا چې په تېرو څوارلسو کلونو کې حزب ولې له حکومت سره يو ځای نه شو؟ د نه يوځای کېدو هدف څه و؟ آیا دلايل يې د امريکايانو شتون، د وطن يرغمال کېدل، فساد او اوسنی حکومت لاسپوڅی بلل و، او که د پورته يادو شويو امتيازاتو نشت و؟

زما د حکمتيار صاحب هغه اعلاميې په ياد دي چې په توندو او تېزو الفاظو به ليکل شوې وې او د شمشمتو حزبيانو به په خوند لوستې او ورته به احساساتي کېدل. هغه تنکي ځوانان مې هم په ياد دي چې د حزب اسلامي جبهه به يې ځان بلله او د همدوی په خاطر ځينې په کې بنديان او ځينې مړه هم شول. ښاغلی حکمتيار به د دغو کورنيو غړو ته څه وايي؟

حکمتيار د څه له پاره تېرو څوارلسو کلونو کې د حکومت او امريکايانو مخالف پاتې شو او اوس څه په لاس ورغلل چې له مخالفته لاس په سر کېږي؟

هيله ده ښاغلی حکمتيار دغې پوښتنې ته ځواب ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button