د افغانستان ولسي جرگې او مشرانو جرگې هېواد کې د بهرنيو ځواکونو وروستۍ ړندې بمبارۍ او پر دغو بمباريو د ملي يووالي حکومت چوپتيا غندلې ده. د دغو جرگو غړو حکومت پړ وباله چې ولې د دې بمباريو پر وړاندې چوپه خوله دی.
امريکايي ځواکونو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د روزگان مرکز ترينکوټ ته څېرمه د ملي پوليسو پر يوه پوسته بريد کې اته تنه پوليس ووژل.
دغه راز د تېرې سه شنبې په ورځ د بهرنيو ځواکونو په يوه بل بريد کې اچين کې څلوېښت تنو ولسي وگړو ته مرگ ژوبله واوښته.
د بهرنيانو دریم بريد کې د شنبې په ورځ د فراه بالابلوک کې پينځه تنه د ملي اردو کومانډو پوځيان او يو پوليس ووژل شول. سره له دې چې په ملي او نړيواله سطحه دا بمبارۍ وغندل شوې خو حکومت د دې ټولو پېښو په اړه چوپ پاته شو.
د افغانستان د مشرانو جرگې غړي وايي، چې امريکا دغه پوځيان او ولسي وگړي لاسي وژلي او کوم خطايي کار نه دی.
د مشرانو جرگې يوه غړي زلمي زابلي د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد په استجوابيه غونډه کې وويل: «نه دفاع وزير، نه د کورنيو چارو وزير او نه هم کوم بل حکومتي چارواکي په دې اړه خپل غږ پورته کړ، ايا تاسو گوډاگيان ياست او واک نه لرئ؟».
د ولسي جرگې او مشرانو جرگې غړو پر حکومت غږ وکړ، چې د دې پېښو مخه ونيسي، که نه دا به د حکومت او خلکو تر منځ واټن ډېر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، تر دې دمه هيڅ هوايي بريد د بهرنيانو او افغان ځواکونو تر منځ له همغږۍ پرته نه دی ترسره شوی او بهرنيانو ټول بريدونه د افغان ځواکونو په مشوره کوي.