زابل کې سيمهييزو پوليسو خپل اته ملگري وژلي

زابل کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې لږ تر لږه اته تنه سيمهييز پوليس وژل شوي دي.
د زابل د والي وياند گل اسلام سيال د پېښې پخلی کړی دی. نوموړي زياته کړې ده، پېښه نن سهار نږدې څلور بجې د کلات ښار اړوند ظفر خېلو سيمه کې رامنځته شوې ده، چې له امله يې د يوې پوستې پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. نوموړي د پېښې د مرگ ژوبلې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
خو د زابل يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته وويل، چې د پوستې دوه پوليسو پر خپلو ملگرو ډزې کړي او اته تنه يې وژلي دي. بريدگر پوليس له بريد وروسته د وسلو او مهماتو سره په تېښته بريالي شوي او وسله والو طالبانو ته ورغلي دي.
د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او رسنيو ته ويلي، چې درې نفوذي پوليسو د يوې پوستې اته سيمهييز پوليس وژلي او وروسته له ټولې وسلې او مهماتو او يوه رېنجر موټر سره دوی ته ورغلي دي.