افغانستان

هرات: تښتول شوي ماين پاکان خوشې شول

د هرات چارواکو خبر ورکړی، چې د هيلو ټرسټ موسسې پنځلس تنه ماين پاکان چې د جمعې په ورځ تښتول شوي وو، بېرته خوشې شوي دي.

د هرات امنيه قوماندان جنرال مجيد روزي رسنيو سره خبرو کې ويلي، دغه کسان د جمعې په ورځ ايران ته نږدې کهسان ولسوالۍ کې وتښتول شول او بيا گلران ولسوالۍ ته ولېږدول شول.

نوموړي زياته کړه، مايان پاکان د طالبانو د مشرانو ملاحيدر او ملا توپان له لوري تښتول شوي وو، چې د سپينږيرو په منځگړتوب يې بېرته خوشې کړل. «شپاړلس کسان چې طالبانو وړي وو، موږ ته يې تسليم کړل او موږ د هغوی خپلوانو ته وسپارل».

جنرال روزي وايي، د ماين پاکانو د خوشې کولو بدل کې يې هيڅ معامله نه ده کړې، خو په خپله يې هغه اووه تنه خوشې کړي دي، چې څو ورځې وړاندې د پوليسو له لوري نيول شوي وو او متهم بلل کېدل.

هرات کې له دې وړاندې هم د هيلو ټرسټ موسسې لسگونه کار کوونکي اختطاف شوي دي، چې وروسته د سپينږيرو په منځگړتوب بېرته راخوشې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button