پرون د مۍ ۱۶ وه چې د سایکس پیکو د تړون سلمه کالیزه یې پوره کړه. له نن څخه پوره سل کاله دمخه برتانویانو او فرانسویانو په پټه سره تړون وکړ تر څو عثماني خلافت خپلو منځو کې سره ووېشې او نور دغه خنډ له خپل مخ څخه لرې کړي.
دواړو هېوادونو غوښتل چې د عثماني خلافت په وېش کې روسیې ته هم برخه ورکړي. ځکه روسیه په هغه وخت کې د دوی سیال وو او د هغوی له خوښې پرته برتانویانو او فرانسویانو نه شوای کولی چې عثماني خلافت له منځه یوسي.
دواړو هېوادونو دغه ستره دنده خپلو زیرکو او مشهورو سیاست پوهانو ته وسپاره. دې تړون کې د برتانيې استازی مارک سایکس او د فرانسې استازی رژر پیکو وو. دواړو په لبنان کې د دې په اړه ناستې کولی تر څو د وېش په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.
سایکس او پیکو له عربو سره اړیکه ونیوله چې دوی غواړي د حسین بن علی په مشرۍ یو واحد عربي هېواد جوړ کړي چې دمشق به یې پلازمېنه وي او دوی به نور د ترکانو له پاچاهۍ خلاص شي.
کله چې روسانو په لومړۍ نړیوالې جگړې کې د سولې غوښتنه وکړه او نور په جگړه کې ښکیل نه شو نو دوی د عثماني خلافت له برخې خلاص شول او دغه ستره امپراطوري یوازې د فرانسویانو او برتانویانو تر منځ ووېشل شوه.
کلونه وروسته د بلجیم هېواد ځینو کسانو دغو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړ او دغه رازونه یې افشا کړل چې له دې سره د وخت عرب مشران په غوصه شول.
سایکس پیکو د تړون له مخې اوسنی فلسطین یهودو ته ورکړل شوی وو، د افریقا شمالي برخې فرانسې ته او ترکیه په دوو برخو وېشل شوې وه چې شمالي برخه یې د فرانسویانو او جنوبي یې د برتانویانو په برخه رسېدلې وه.
خو د ترکیه ازادي غوښتونکو ډلو د دواړو هېوادونو په وړاندې جگړه وکړه او پرېنښوده چې ننۍ ترکیه دې په دوو برخو ووېشل شي او ولس دې د غلامۍ ژوند ته مخه کړي.
حسین بن علي ته چې د عربي هېواد د مشرۍ ژمنه شوې وه هغه هم ترسره نشوه. یوازې یو زوی ته یې اردن په برخه شوه او بل ته یې اوسنی عراق او حجاز ترې د سعود کورنۍ ونیوله.
حسین بن علي مجبور شو چې خپلو ځامنو ته پناه یوسي او په پای کې په بیت المقدس کې وفات شو.
منځنې ختیځ کې له سلو کلو راهیسې خپل منځي شخړې روانې دي. اسراييل د دوی په سینه یو خنجر وهل شوی. لومړی دوی کوښښ کاوه چې اسراییل له منځه یوسې خو په دې وروستیو کې دوی دېته اړ شوي چې یوازې بیت المقدس یا له ۱۹۶۷م کال څخه وروسته نیول شوې ځمکې دې فلسطینیانو ته پرېږدي پاتې ډول عربي هېوادونه به یې په رسمیت وپېژني.
د تاریخ او سیاسي چاروکارپوهان په دې نظر دي چې تر هغوی په منځني ختیځ کې د سایکس پیکو تړون ژوندی وي تر هغې به دلته جګړه روانه وي او ولسونه به د وروسته پاتې توب تبل په غاړه ګرځوي.