د هندوستان پر لویدیځو سیمو کې گڼو قومي او کلیوالو مشرانو دا پریکړه کړې چې پېغلې نجونې به نور مبایلونه نه استعمالوي ځکه چې د مبایل استعمال دوی له درسونو څخه وباسي او کلیوالي ژوند کې گڼ ټولنیزې ستونزې راپیداکوي.
د گجرات په گڼو کلیو کې د پېغلو د مبایل کارونې ضد کمپاینونه روان دي او ډېری سیمو کې دا پریکړې عملي شوي دي. د گجرات د مهسنا کلي مشر رانجت سنگ توکور په دې اړه وویل:«د مبایل د کارونې له امله پېغلې نشي کولی چې خپل درسونه په منظمه توگه ولولي او له دې سره د مبایل له امله دوی له ډېرو سختو ټولنیزو ستونزو سره مخ کېږي نو په دې اړه موږ سلا وکړه چې پېغلې نجونو دې نور مبایلونه نه کاروي».
توکور همدارنگه زیاته کړه چې نجوني باید خپله توجو یوازې درسونو ته کړي او د اړتیا په وخت کې دې د خپلو پلارونو له مبایلونو څخه گټه پورته کړي او چې کله بیا ودې شوې نو خپل مبایلونه دې بیا کاروي.
تر دې مخکې د گجرات د سیمې په بله برخه بیهار ایالت کې هم دېته ورته قانون کلیوالو مشرانو ایښودلی وو. د دې ایالت مشرانو دلیل دا وو چې مبایلونه د ټولنې نظم له منځه وړي او د کورنیو په منځ کې بې اتفاقۍ راولي.
د مهسنا کلي مشرانو پریکړه کړې که د کومې پېغلې سره مبایل پیدا شو نو ۲۱۰۰ هندي کلدارې به جرمانه پرې کوي.
هند له چین وروسته د نړۍ دوهم ډېر د مبایل استعمالوونکی هېواد دی.