
د راپورنو له مخې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د ولسمشر په فرمان له دې پوست څخه لیرې کړای شو. راپورنه زیاتوي چې ولسمشر نورالحق علومي هولند ته د سفیر په توگه گومارلی دی.
له ارگ څخه سرچینې وایې چې تاج محمد جاهد د ولسمشر د نوي فرمان له مخې د کورنیو چارو وزیر او حمید فریدي د لوی څارونول په توگه ټاکل شوي دي.
د راپورونو له مخې د تېرې میاشې په وروستیو ورځو کې د کورنیو چارو وزیر «نورالحق علومي» له خپلې دندې استعفا کړې وه چې دلیل یې د دې وزارت له چارواکو سره اختلاف ویل شوی وو.
د وحدت ملي حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د عبدالله عبدالله په برخه وتلې وه چې ده ورته نورالحق علومي ورپېژندلی وو. نورالحق علومي پخوانی پرچمی دی چې د شمالي ټلوالې ډېری غړو د ده دا دنده نشوای زغملی.