خبرونه
کلکتې کې د پله د راپرېوتو له امله ۲۳ تنه مړه دي

د هند په کلکتې ښار کې د یوه ستر هوايي پله د راپرېوتې له امله تر دې دمه ۲۳ تنه مړه او گڼ نور ټپیان دي. مرستندویه ټولنې سیمې ته د ټپیانو د ژغورنې لپاره رسېدلي دي.
تر دې دمه نامعلوم خلک لا هم د پله لاندې ورک دي. دا پل د کلکتې په گڼه گوڼه سیمه «بوره بازار» کې موقعیت لري. پولیس او مرستندویه ټولنې د گڼو وسایلو څخه گټه پورته کوي تر څو شته خلک د خاورو له امبارونو څخه وباسي.
د هند حقوقي ادارې د پل جوړونکې ادارې کارکوونکي تر پوښتنې لاندې نیولې دي. د دریمې نړۍ په هېوادونو کې معماري کیفیت د اداري فساد له کبله د باور وړه نه ده.