
نن له غرمې وروسته د پروان ولایت په شمالي سیمه کې یوه ځانمرگي بریدگر د افغان ملي اردو سرتېرو او بهرنیانو پر گډ کاروان حمله کړې. د بگرام امنيتي چارواکو دغه خبر تایید کړی دی او زیاته کړي یي ده چې پیښه د دې ولسوالۍ په بیجوره سیمه کې شوې ده. بريدګر خپل چاودېدونکي توکي پر يوه موټرسایکل ځای پر ځای کړي و او کله چې د بهرنیو پوځيانو موټرو ته نږدې شو، چاودېدونکي توکو ته یي چاودنه ورکړه.
د بگرام ولسوال عبدالشکور قدوسي رسنیو ته وویل: «په پیښه کې د ناټو پنځه سرتېري وژل شوي او شپږ نور يې ټپیان دي چې په ټپیانو کې دري د افغان ملي اردو سرتېري هم شامل دي». طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. پروان د شمال له ناامنو سيمو څخه شمېرل کېږي.