هلمند کې د تېرو شپږو مياشتو جگړه کې لږ تر لږه اوولس سوو ملي او سيمهييزو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د هلمند امنيتي چارواکي وايي، دې هيواد کې د جگړې تر ټولو ډېر قربانيان پوليس دی او لومړۍ کرښې په همدوی ډکې دي.
د هلمند پخواني امنيه قوماندان عبد الرحمن سرجنگ نن د نوي امنيه قوماندان د پېژندگلو غونډه کې د دولت پر تگلاره نيوکه وکړه او زياته يې کړه، سره له دې چې دې ولايت کې ملي اردو هم مېشت ده، خو د جگړې اتيا سلنه بار د پوليسو پر اوږو دی. هغه وويل: «اتيا څه چې نوي سلنه جگړه موږ پر مخ وړه، سرحدي پوليس، ملي او سيمهييز پوليس، زه درته وايم، تر تېرې مياشتې زموږ نږدې څلور نيم سوه کسان ووژل شول او له يو زر او سلو ډېر نور ټپيان شول، وروره دا د يو چا ورونه وو، د چا زامن او د چا د کور سرپرستان وو».
د پوځي چارو پوهان په دې اند دي چې جگړه د يوه هيواد د ملي اردو يا پوځ دنده ده او امنيتي ارگانونه يوازې د ټولنې د ټينگښت لپاره هڅې کوي، خو افغانستان کې بيا د وسله والو د توندو بريدونو له امله دا توپير له منځه وتلی او ډېری مواردو کې پوليس له ملي اردو ډېر د جگړې قربانيان وي.