امريکا کې اسلام دښمني مخ پر زياتېدو ده
تېر کال ډيسمبر کې، چې د امريکا ساوت ايرلاين په نوم هوايي شرکت الوتکه کې يو سخت دريځي امريکايي پر مسلمانې ښځې غږ وکړ، چې دلته ستا حجاب نه چليږي، امر يې ورته وکړ، چې مخ ښکاره کړي او حجاب ښکته کړي، مگر مسلمانې ښځې يې خبره ونه منله، چې بالاخره دغه سخت دريځي امريکا پر مسلمانه ښځه بريد وکړ او د هغې حجاب يې ښکته کړ.
تېره ورځ ۳۷ کلن امريکايي گل پارکر پاين په خپله تېروتنه اعتراف وکړ او زياته يې کړه، چې ده د يوې مسلمانې ښځې په مذهبي کلتور يرغل کړی او ده بايد دا کار نه وای کړی.
په امريکا او ټولو غربي هېوادونو کې اسلام ضد کړنې ډېرې شوي او په ځانگړې توگه وروسته له هغې، چې پاريس او بروکسل کې وسله وال بريدونه وشول.
د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ هم په خپلو څرگندونو کې په تکراري توگه ويلي، که دی واک ته ورسيږي، نو امريکا ته به د مسلمانانو په ورتگ بنديز ولگوي.
په امريکايي ټولنه، په ځانگړې توگه هوايي کرښو کې مسلمانان د سفر پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي، تېره مياشت هم يو عراقی ځوان له دې امله له الوتکې ښکته کړای شو، چې په عربي ژبه يې خبرې کړې وې.
د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی د پخوا په پرته ډېر شوی او هېڅوک يې د مخنيوي نه شته.
د امريکا د لوی څارنوال مرستيال وينيټا گوپټا د ولسي حقونو په اړه شوي کنفرانس ته وويل، چې فردي ازادي د هر چا حق دی، هر څوک کولای شي، چې مذهب په شخصي توگه عملي کړي او هېڅوک حق نه لري، چې مخنيوی يې وکړي.
څارنوالي امر کړی، هېڅوک حق نه لري د مسلمانانو په گډون د امريکايي ولس په شخصي چارو کې مداخله وکړي.
د امريکا لوی څارنوال ژمنه کړې، چې د ټول ولس، په ځانگړې توگه د مسلمانانو حقونه خوندي کړي او په دې اړه به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د دوی پر حقونو تېری وکړي.
دا لومړی ځل دی، چې امريکايي چارواکي د مسلمانانو په ملاتړ څرگندونې کوي، مگر تر اوسه دا نه ده روښانه، چې امريکا به تر کومه د مسلمانانو په ژغورنه کې بريالۍ شي.
څه موده وړاندې امريکا مېشتي ليکوال هارون مغل هم ټايم مجلې ته امريکا کې د اسلام دښمنۍ په اړه يوه مقاله ليکلې وه.
هارون مغل ليکلي و، چې امريکايي ولس او حکومت د اسلام او مسلمانانو په اړه کره معلومات نه لري او يوازې د رسنيو له قوله د مسلمانانو پر ضد هڅې کوي.
ليکوال زياتوي، چې ډېری امريکايان د اسلام په اړه معلومات نه لري او امريکايي ولسمشر بارک اوباما هم دا خبره کړې وه، له همدې امله ډېری امريکايانو د پخواني ولسمشر بوش د حکومت له لوري د اسلام په اړه ناوړه څرگندونې زړه ته کوزې کړې وې او د همدې فکر پر بنسټ يې پر افغانستان او عراق بريدونه هم وکړل او ټولو غربي هېوادونو کې يې دا خبره خپره کړه، چې اسلام د لويديځ تمدن لپاره گواښ دی.
د هارون مغل په وينا د جورج بوش دغه اسلام او مسلمانانو ضد سياست د امريکا لپاره ډېر په زيان تمام شو او له همدې امله يې عراق کې پرېمانه مالي او ځاني زيانونه وليدل او له افغانستانه هم پښې سپکوي.
«د امريکا د همدې منفي سياست له امله د يوې نيمې لسيزې امريکايي جگړې سربېره طالبان يو ځل بيا د افغانستان پر ډېره برخه واکمن شول او عراق کې هم داعش ډله راپورته شوه.»
مقاله زياتوي، چې امريکا په کور دننه د توکميزو شخړو او د ولس ترمنځ د نا انډولۍله ستونزو سره مخ ده، بې وزلي ورځ تربلې زياتيږي، د زده کوونکو او محصلينو مالي ستونزې هم ډېرې شوي، مگر تر ټولو ستر گواښ دا دی، چې امريکايي چارواکي د اصلي ستونزو پر ځای د ولس په فکر لوبې کوي، د اسلام او مسلمانانو پر ضد خلکو کې کرکه او نفرت خپروي، چې دا کار د مسلمانانو ترڅنگ امريکايانو لپاره ډېر زيانونه لري او امريکا د ويجاړېدو لامل کېدای شي.