د امريکا متحده ايالات وايي، په راتلونکې که به د افغان پوځ هوايي ځواک ته ۶۵ سکن ايګل بې پيلوټه الوتکې ورکړي.
د امريکا دفاع وزارت (پنتاګون) ويلي، په دې سره به افغان پوځ د وسله والو مخالفينو په وړاندې په ښه توګه عمليات ترسره کړای شي.
وړمه ورځ د پنتاګون په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغو الوتکو د ورکولو په لومړي ګام کې له يوې امریکايي کمپنۍ سره د ۷۰ مليون ډالرو په ارزښت د ۸ سکن بې پيلوټه الوتکو قرارداد لاسليک شو.
خبرپاڼې زياته کړې ده، چې امريکا به افغان پوځ ته د دې الوتکو ټولې پرزې هم ورکړي او د کارولو چارې به ورزده کړي.
له (Insitu Inc) کمپنۍ سره په شوي قرارداد کې ويل شوي، چې کمپنۍ به افغان ځواکونو ته ۶۵ بې بيلوټه الوتکې، ټولې پرزې او ملاتړ کوونکي وسايل ورکوي، په سيمه کې به حمايوي خدمات وړاندې کوي او د دغو الوتکو د روزنې مرکز به جوړوي.
امريکا په داسې حال کې افغانستان ته د دغو الوتکو ورکولو خبره کړې ده، چې روسيه په دې وروستيو کې ټينګار کوي، چې له افغانستان سره هر ډول نظامي مرستې ته چمتو ده.
روسيې وړمه ورځ يو وار بيا دغو مرستو ته چمتوالی ښودلی و، چې افغان حکومت يې هم د پرېکړې هر کلی کړی.