سلايډسيمه او نړۍ

ملي يووالي حکومت امريکا کې شوی بريد غندلی

د امريکا د فلوريدا ايالت د اورلانډو ښار د همجنسبازانو په يوه کلپ کې پرون د يوه بريد په ترڅ کې پنځوس تنه ووژل شول او له پنځوسو ډېر نور ټپيان شول. بريد کوونکی يو نهه ويشت کلن افغاني الاصل امريکايي و، چې عمر متين نومېده.

د ملي يووالي حکومت مشرانو ولسمشر غني او اجراييه رييس ډاکټر عبد الله د جلا خبرپاڼو له لارې دغه بريد غندلی او ويلي يې دي، چې: «ترورستان په هيڅ قوم او دين پورې اړه نه لري». د امريکا ولسمشر بارک اوباما دغه بريد يو ترورستي عمل بللی دی.

ولسمشر غني د پېښې په غندنه ويلي: «پر ملکي خلکو بريد په هيڅ صورت د توجيه وړ نه دی». اجراييه رييس عبد الله عبد الله ويلي: «ترورستان د هيڅ قوم، نژاد او دين استازيتوب نه کوي». ملي يووالي حکومت وروسته له هغه دا بريد وغنده، چې معلومه شوه، بريدګر يو افغاني الاصل امريکايی دی.

امريکايي چارواکي وایي، د دې پېښې دقيقه انگېزه تر اوسه څرگنده نه ده. هغوی د اوس لپاره دا يو ترورستي بريد بللی دی. پوليس وايي، په دې اړه پلټنې کوي، چې ايا بريدگر له کومې ترورستي ډلې سره اړيکې لري که نه. خو د عمر متين پلار وايي: «هغه کرکجن نه و، يوه ورځ يې دوه نارينه د ښکلولو پر حال وليدل او په غصه شو». د هغه امريکايۍ مېرمن وايي: «مېړه يې مذهبي سړی نه و».

د يادونې ده، چې عمر متين اوسمهال د يوه خصوصي امنيتي شرکت فعال غړی و او د بريد پر مهال يوه تومانچه او ماشينداره ورسره وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button