سره له دې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوي له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي، خو تر دې دمه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
له دوو اوونیو راهیسې د ښاغلي حکمتیار دویم لوړ پوړی پلاوی هم کابل ته رسېدلی. افغان حکومت تر اوسه له حزب اسلامي سره د خبرو د پایلو په باب رڼې څرګندونې نه دي کړي. رسنیو د نوي سلني پرمختګ راپورونه ورکړي.
داسې ښکاري، چې دغو خبرو د دواړو غاړو په خوښه پایلو ته نه دي رسېدلي او خنډونه لا هم پر خپل ځای پراته دي.
د ګلبدین حکمتیار زوی په یوې تازه ویډیويي پیغام کې هغو ټکو ته اشاره کړې چې د افغان حکومت او حزب اسلامي پر خبرو یې سیوری غوړلی. حبیب الرحمان حکمتیار د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش، د کډوالو ستنېدل، د ګوند د زندانیانو خوشې کول، په واک کې حزب ته ونډه ورکول، له تور لېسته یې د مشرتابه وېستل او د ټاکنو کمېسیون داسې جوړښت چې حزب اسلامي ته د منلو وړ وي د هغو ټکو په توګه یاد کړل چې تر اوسه پرې هوکړه نه ده شوې.
دا غوښتنې داسې مهال ښکاره کېږي، چې تر اوسه افغان حکومت دغه ټکي د اختلافي هغو په توګه نه دي منلي. د تور لېست او کډوالو ته د ښارګوټو ورکړه هغه ټکي وو چې پخوا یې رسنیو ته درز کړی و؛ خو په واک کې حزب اسلامي ته ونډه ورکول په دغو شرایطو کې نوی ټکی دی.
پر دې سربېره، له حزب اسلامي څخه دننه ځینې سرچینې وايي، چې د ګوند مرکچیانو ته ویل شوي چې له تور لېست څخه د ګوند د غړو نومونو وېستلو غوښتنه دې حزب اسلامي مخامخ له امریکایانو څخه وکړي.
په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو رسنیو په دې باب څه نه دي ویلي.