منځنیختیځ په ۲۰۱۵ کې
منځنیختیځ تر ۲۰۱۰ پورې د نړیوالو ترمنځ د یوې نامستقیمي لوبې ډگر و. دغه لوبه اوږد تاریخي شاید لري. هر زورور په کې خپله برخه لرله. له عرب پسرلي سره د دې برخهوالو گټې له خطر سره مخ شوي. له ۲۰۱۰ راهېسي هر څه بدل شول. په ۲۰۱۵ کې نړیوالو لوبغاړو جگړې ته په خپله راودانگل. دا نه ده معلومه چې ۲۰۱۶ کال به د چا په گټه وي. موږ یوازې دلته د ۲۰۱۵ کال سترو پېښو ته ځغلنده کتنه کوو.
په ۲۰۱۵ کال کې د منځنيختيځ ډیری دولتونه سره ووېشل شول. تر دې پخوا دوی خپلې پولې لرلې چې دا پولې د ۲۰۱۵ کال په پای کې له دې دلتونو بېلې دي. سوریه اوس له عراق سره کومه گډه پوله نه لري. د دوی تر منځ پخوانۍ پوله د داعش ډلې له منځه وړې ده. اوس د عراق او سوریې ترمنځ یو بل دولت د داعش په نامه واکمني کوي. داعش د عراق او سوریې تر منځ اوس یو حقیقت دی چې د دولت شته شرطونه یې پوره کړي دي. په پخوانۍ سوریه کې بشار الاسد یوازې په ۲۰٪-۳۰٪ ځکمې واکمني کوي. نصرت جبهه خپلې سيمې لري.
عراق کې د مرکزي دولت واکمني یوازې پلازمېني بغداد پورې راټوله ده. عراقي کردان له نړیوالو سره خپلې اړیکې لري. دوی د عراق له مرکزي حکومت څخه تېره اوونۍ د لومړي ځل لپاره د ټولپوښتنې غوښتنه وکړه چې کردان غواړي خپل دولت جوړ کړي او د سیمې وېشل شوي کردانو لپاره مرکزي حکومت جوړ کړي. د عراق ولس اوس یو مرکزي حکومت له لاسه ورکړی او د تلپاتې وېش له خطر سره مخ دی.
یمن د حکومت او حوثیانو ترمنځ جگړه کې ویشل شوی. د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې حوثیانو د یمن مرکزي دولت ته ماتې ورکړه. له ماتې سره سم یې د یمن پارلمان منحل اعلان کړ. له دې سره سعودي د نورو ۸ خلیجي او المغرب په مرستې گډ ایتلاف جوړ کړ چې له حوثیانو سره جگړه وکړي. تر دې دمه دې ایتلاف له حوثیانو څخه د عدن ښار نیولی چې د یمن حکومتي چارواکي یې له ریاض څخه عدن ښار ته لېږدولي. عدن د پخواني جنوبي یمن مرکز و او اوسمهال د یمني حکومت تر واک لاندې دي. د شمالي یمن پلازمېنه د صنعا ښار و چې دمگړۍ له گڼو نورو سیمو سره د حوثیانو تر واک لاندي دی.
لیبیا کې کورنۍ جگړه روانه وه. د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د دې جگړي ټولې خواوې مذاکراتو ته کیناستل. دوی د ملگرو ملتونو د پرلهپسې غوښتنو او د نړیوالې ټولنې په فشار مجبور شول چې خپلمنځ کې خبرو ته کېني او د سولې لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړي. د گارډین د ورځپاڼې د راپور له مخې که په لیبیا کې حالت عادي نه شي، لرې نه ده چې امریکا او برتانیه په گډه لیبیا کې لاسوهنه وکړي. تونس تر دې دمه له کومې خونړۍ جگړې سره مخ نه دی. دوی هم د څو سختو ترهگریزو بریدونو ښکار شول. خو بیا هم له سیاسي شخړو سره مخ دي.
مصر کې ملکي حکومت په پوځي بدل شو. د سيسي مخالفین په زندانونو کې شپي سبا کوي. د سیسي حکومت له سیاسي او اقتصادي ناورینونو سره مخ دی. روسي الوتکه د مصر په سینا سیمه کې پریوته. د داعش ډلې په سینا کې د مصر په پوځ گڼ بریدونه وکړل چې له امله یې سلگونه مصري پوځ ته مرگ ژوبله واوښته.
ایران کې د حسن روحاني حکومت په دې وتوانید چې لویدیځوالو ته د خپل اټومي پروگرام په اړه ډاډ ورکړي. ایران له یوې لسیزې راهیسې د نړیوالو له بندیزونو سره مخ دی. چې د راتلونکي کال په پیل کې به دغه بندیزونه لرېشي چې له دې سره د امریکا او منځنيختیځ کې د متحدینو (اسراییل او سعودي عربستان) ترمنځ اړیکې خړېپړي شوي.
روسي جنگي الوتکو د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې ترکیي هوایي فضا ته ننوتي. د نومبر په میاشت کې ترکي هوایي پوځ د روسي جنگي الوتکه رانسکوره کړه چې د دواړو هیوادونو د مشرانو تر منځ د لفظي شخړي لامل شوه.
داعش د ۲۰۱۴ کال ښکارنده (پديده) ده چې په ۲۰۱۵ کې نړیواله شوه او خپل بریدونه یې په مصر، لیبیا، تونس، استرالیا او فرانسې کې تر سره کړل. په لنډه توگه د ۲۰۱۵ ستري پېښي په لاندې ډول دي:
- د داعش د بریدونو نړیوال کیدل؛
- په یمن کې د سعودي په مشرۍ د حوثیانو په ضده جگړه؛
- په ایران د نړیوالو اقتصادي بریدونو پای.