خبرونهسلايډ

افغان حکومت له اسیايي بانک څخه د زیربناوو جوړولو غوښتنه کوي

نن د جرمني په فرانکفورت ښار کې د اسیايي پراختیايي بانک کلنۍ غونډه ده. دې غونډه کې د اسیايي هېوادونو برسېره د اروپايي او امریکايي هېوادونو استازي هم برخه اخلي.

د اسیا پراختیايي بانک غونډه به درې ورځې دوام مومي. د افغانستان په استازیتوب به دې غونډه کې د ماليې وزیر اکلیل حکیمي برخه اخلي.

د ماليې وزارت ویاند اجمل احمد عبدالرحیمزي رسنیو ته وویل چې اکلیل حکیمي به د اسیايي بانک له غړو غوښتنه وکړي چې د افغانستان په پراختیايي پروژو کې دوامداره مرسته وکړي.

عبدالرحیمزي زیاته کړه چې اکلیل حکیمي به د اسیايي بانک له غړو غوښتنه وکړي چې د افغانستان په زیربناوو کې پانگونه وکړي.

اسیايي بانک له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان په ډېرو پراختیايي پروژو کې پانگونه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button