د حزب اسلامي افغانستان د شوراگانو اجراييه رييس او د شمال زون جهادي قوماندان جمعه خان همدرد وايي، چې د عدالت لپاره نور د چا پروا نه کوي او د خپل حق غوښتنو لپاره به جدي غږ پورته کوي.
نوموړي دا خبرې تېرو ورځ د بلخ په علمخېلو ولسوالۍ کې د وزير محمد گل خان په نوم د واټ پرانيستو غونډې ته په خپلو څرگندونو کې وکړې.
جمعه خان همدرد وايي، چې خلک بلخ ته د ده پر ورتگ ولې اندېښمن دي، په داسې حال، چې اته دېرش کاله پخوا يې له همدې سيمې د روسي يرغل پر ضد جهاد پيل کړی و او ټول خلک يې پېژني.
ښاغلي همدرد زياته کړه، چې د هېواد ټول قومونه سره وروڼه دي او پر ولسمشر يې غږ وکړ، چې د ملي يووالي لپاره دې هر قوم ته د يوې ډوډۍ پر ځای دوه ورکړي، «مگر ما ته خو د يوې پر ځای نيمه ډوډۍ راکړه.»
«د عدالت لپاره مو ډېر زغم وکړ او له دې وروسته دغه بې عدالتۍ او ظلمونه نه شو زغملی.»
ښاغلي همدرد د بلخ چارواکو ته په اشاره وويل، چې ځينې خلک بلخ ته د ده پر ورتگ اندېښمن دي او دا په نا امنۍ او جگړو تعبيروي «که څوک زما راتگ په جنگ او نا امنۍ اړوي، دا د هغوی خپل فکر دی، دا جنگ نه دی، دا زما حق دی، نن وي که سبا دا خپل حق در نه اخلم.»
د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې روانو خبرو په اړه همدرد زياته کړه، چې حکمتيار رښتينی او زړور دی، مگر حکومت سولې ته د زړه له تله ژمن نه دي.
همدرد وايي، چې د حزب اسلامي د سولې اړوند کاغذونه په اوونيو اوونيو د ولسمشر پر مېز پراته دي، مگر ولسمشر توجه نه ورته کوي.
«زه پر ولسمشر غږ کوم، چې نور خلکو ته دوکې مه ورکوه، سوله يوازې د خولې په خبرو او شعار نه راځي، د سولې لپاره بايد عملي کارونه وشي.»
نوموړي د حکومت له لوري پر هغو شرطونو هم نيوکې وکړې، چې پر طالبانو او حزب اسلامي اساسي قانون مني او حکومتي چارواکي يې په خپله د څوکۍ لپاره ماتوي.
«زه ملي يووالی غواړم خو په مساوي انداز، داسې نه، ته دې بادار يې او زه دې عسکر.»
همدرد په ټول هېواد او په ځانگړې توگه شمال کې د اربکيانو پر جوړولو هم نيوکې وکړې او دا يې د قومونو ترمنځ د دښمنۍ پيدا کولو لامل وبلل.
«زه له پيله د اربکيانو د پروسې مخالف وم او يم؛ ځکه چې زموږ هېوادوال د اربکيانو د ظلمونو او وژنو له لاسه تر پوزې راغلي دي.»
د همدرد په وينا يوازې تېرو درې مياشتو کې په بلخ کې اربکيانو ۴۵ کسان وژلي، چې رسنيو پرې هېڅ نه دي ويلي.