د ښوونې او روزنې وزارت چارواکو منلې ده چې د دوي د کارکوونکو پر موټر برید کې دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.
د ښوونې او روزنې وزارت ویاند مجیب مهرداد رسنیو ته ویلي چې کنترولېدونکي بمب د دې وزارت موټر په نښه کړی وو چې د موټر ټول کسان د دې وزارت کار کوونکي وو.
دغه پېښه د کابل د کمري سیمه کې شوې ده او ټپیان يې روغتون رسولي دي.
کبیر حقمل د ښوونې او روزنې وزارت د نشراتو مشر رسنیو ته ویلي چې پېښه نن سهار د ۷ بجو شاوخوا شوې ده. د حقمل په وینا دغه موټر د وزارت کارکوونکي نقلول او موټر شخصي وو.
حقمل دا یوه زړه بوږنوونکي پېښه وگڼله او زیاته یې کړه چې د ښوونې او روزنې وزارت یوه غیر سیاسي ارگان دی چې له هېڅ لوري څخه ملاتړ نه کوي.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.