روغتيا

دغه نښې نښانې د بډوډو پر ناروغۍ دلالت کوي

بډوډي يا گردې د انسان بدن کې د وينې د پاکوالي او ترې د زهرجنو موادو د لرې کولو دنده ترسره کوي. نو بډوډي د وينې ټول زهر او اضافي مواد لرې کوي او ويټامنونه او انزايمونه توليدوي. بدن ته رطوبت بښي او د بدن دننه د مالگو توازن خوندي کوي. له همدې امله بډوډي د انسان د بدن مهمې برخې دي او ساتنه او پرله ‌پسې څارنه يې اړينه ده.

هغه شيان چې له امله يې بډوډو ته ضرر پېښېږي:

– نشه‌يي توکي او سگرټ.

– چاغښت.

– د عمر ډېروالی.

– د بډوډو ميراثي ناروغي.

– په ستره کچه درمل خوړل.

– د بولو په لارو کې کوم خلل (التهاب وغیره) رامنځته کېدل.

– او غير صحي تغذيه.

لاندې نښې مو د بډوډو پر ناروغۍ دلالت کوي:

۱- پرله‌پسې ستړيا يوه هغه نښه ده، چې د بډوډو (گردو) په خرابۍ دلالت کوي. د يو هارموني خلل له امله د وينې د سرو کوروياتو توليد اغېزمن کېږي، سره کورويات وينې ته اکسيجن لېږدوي. نو کله چې د بدن ځينو غړو ته اکسيجن پوره ونه رسي، ستړيا او سستي رامنځته کوي.

۲- کله چې د بډوډو دنده کې څه کمی راشي، د بدن زهر خپل اغېز کوي او بدن او پوستکی له باندې اړخه وچوي.

۳- د ملا په ښکتنۍ برخه کې دردونه کله د بولو په لارو کې د التهاب يا بډوډو کې د کاڼو د شتون له امله وي.

۴- د بولو رنگ بدلېدل مو د بډوډو له ناروغۍ خبروي، که بولې مو ژېړې، سرې يا گلابي وې، ايسارېږئ مه او له يوه ډاکټر سره سلا وکړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button