افغانستان
هرات: د استيناف څارنوالۍ رييس وژل شوی
د هرات امنيتي چارواکو خبر ورکړی، چې د دې ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس سميع الدين رهين د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
ښاغلی رهين نن مازديگر هغه مهال ووژل شو، چې له دندې د خپل کور پر لور روان و.
امنيتي چارواکي وايي، معلومه نه ده، د استيناف رييس د چا له لوري وژل شوی، خو په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.
له نوموړي سره يو بل تن ټپي شوی هم دی، چې د سيمې د خلکو په وينا زوی یې دی او په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
د پېښې عيني شاهدان وايي، بريدگر په کرولا ډوله موټر کې سپاره وو او د ښاغلي رهين له وژلو وروسته له سيمې وتښتېدل.
د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.