افغانستان

افغان حکومت د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان مقبره جوړوي

ولسمشر اشرف غني امر کړی، چې د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود مقبره دې جوړه شي او په دې اړه يې يو کميسيون هم ټاکلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سردار داود خان او د هغه د کورنۍ د مقبرې د بيا رغولو لپاره افغان حکومت څلور لکه ډالر ځانگړي کړي او په دې کې شل زره ډالر د ولسمشر له شخصي جېب څخه ورکړل شوي دي.

اطلاعات او فرهنگ وزارت هم اعلان کړی، چې د سردار محمد داود خان د کارنامو په اړه يو سيمينار جوړ کړي.

ولسمشر غني اعلان کړی، چې د سردار داود او د هغه د کورنۍ د مقبرې د جوړولو د اضافي لگښت لپاره به مرستندوی صندوق جوړوي، چې خلک ورسره مرسته وکړي.

سردار محمد داود د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د تره زوی و، د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال سويل او ختيځ کې نايب الحکومة، صدر اعظم او د پوځ د مشر په توگه دنده ترسره کړې او ۱۳۵۲ل کې يې پر پاچا د کودتا په ترڅ کې واک ونيو او ځان يې د افغانستان لومړنی ولسمشر اعلان کړ.

۱۳۵۷ل کې د غوايي په اوومه د خلقيانو او پرچميانو په کودتا کې د خپلې کورنۍ له شپاړس غړو سره ووژل شو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ۱۳۸۷ل کې د سردار داود خان او د هغه د کورنۍ هډوکي د څرخي پله په زندان کې وموندل شول او د حامد کرزي په امر د همدې کال د کب په اوومه د کابل لويديځ دارالامان په غونډۍ خاورو ته وسپارل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button