«افغانستان کې د عيسايت خپرېدو فعاليتونه ډېر شوي»
نږدې يوه نيمه لسيزه کيږي، چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه په افغانستان کې پراته دي، په څرگنده خو د افغانانو او حکومت د مرستې خبرې کوي، مگر يو شمېر افغان رسنۍ او څارونکي په دې اند دي، چې د بهرنيو هېوادونو ترمشرۍ لاندې د عيسويت خپرېدو چارې په ډېره چټکۍ پر مخ روانې دي.
له کابله خپرېدونکي چراغ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ليکلي، چې «په افغانستان کې غربي ديموکراسي ډېر منفي اغېز کړی، د ټول هېواد په لر و بر کې د عيسايت ډلې د يو او بل نوم تر عنوان لاندې له هر ډول وېرې پرته فعاليتونه کوي.»
برتانوي خپرندويه ادارې بي بي سي، انډيپينډينټ او چراغ ورځپاڼې ليکلي، چې افغانستان غوندې اسلامي هېواد کې اسلام ضد کړنې او فعاليتونه په بې ساري توگه زيات شوي.
چراغ ورځپاڼې ليکلي، چې غربي ديموکراسي موږ ته د بهرنيو عسکرو تر سيوري لاندې راغله، په داسې يو هېواد کې يې عيسايت ته هر ډول ازادي ورکړې، چې ۹۹ سلنه اوسېدونکي يې مسلمانان دي او د عيسويت خپروونکو ټولنې د خيريه موسسو او بشرپالنې تر عنوان لاندې په افغاني ټولنه کې اسلام دښمنه عقيده او فکر خپروي.
چراغ زياتوي، چې د عيسويت خپروونکې ادارې د بهرنيو پوځيانو تر څارنې لاندې په ټول هېواد په ځانگړې توگه، کابل، باميانو، پکتيا، نورستان، کندوز، غزني، بدخشان او مزار شريف کې د عيسويت لپاره فعاليتونه کوي. تر اوسه يې په دغو سيمو کې ازادې کليساوې نه دي جوړې کړي، مگر په خوندي کورونو کې دننه د مسيحيت عبادتونه کوي او د دغو کورونو ساتنه افغان ځواکونه کوي.
د چراغ په وينا د عیسويت خپروونکې ډلې په پښتو او دري ژبو د تحريف شوي انجيل نسخې په وړيا توگه خپروي او غواړي، چې د افغانستان غوندې يو اسلامي هېواد کې خلک په عيسويت واړوي، لکه څرنگه يې، چې په نورو اسلامي هېوادونو کې کړي دي.
د چراغ سرمقاله زياتوي، چې د عيسويت خپروونکې ډلې افغان ځوانانو او نجونو ته غرب کې د پناه ورکولو تمه ورکوي، په دې شرط که دوی اسلام پرېږدي او عيسويت قبول کړي.
عيسويت خپروونکې ډلې ځوانانو ته د اسلام پرېښودو او عيسويت قبولو لپاره ډول ډول بهانې او تمې ورکوي او تر ټولو زيات چل او فرېب يې دا وي، چې له عيسويت وروسته به په غربي هېوادونو کې په اسانه د پناه اخيستو وړتيا تر لاسه کړي.
چراغ ورځپاڼې ليکلي، چې د عيسويت خپرولو تر ټولو زياتې هڅې د امريکا متحده ايالات کوي؛ ځکه، چې ټول غربي هېوادونو، په ځانگړې توگه امريکا د افغان مسلمانانو له غيرت او دښمنۍ وېريږي، چې همدغو خلکو انگرېز او شوروي ښکېلاک ته ما تې ورکړې ده.
«غربي ښکېلاکي ځواکونه څو څو ځل د مسلمانانو له لوري له شرموونکې ماتې سره مخ شوي او غربيان اوس پوهېږي، که په مسلمانانو کې د اسلام روح او دين پاتې وي، نو دا به د ښکېلاگرو لپاره يو گواښ وي.»
چراغ د خپلې سرمقالې په پای کې ليکلي، چې امريکا د مسلمانانو له نوي نسل څخه په وېره کې ده او غواړي، چې ځوان نسل له اسلام او اسلامي ثقافت څخه لرې وساتي.