ولسمشر اشرف غني د ملي شورا شريکې ناستې ته وويل، چې امريکا، ملگري ملتونه او اسلامي هېوادونه د افغانستان پر حکومت باور لري او د سولې په اړه يې ملاتړ کوي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې کوم خلک زموږ بې گناه ولس وژني، هغو باغيان دي او امنيتي ځواکونو ته يې امر وکړ، چې دغه باغيان دوزخ ته ولېږي.
ولسمشر پاکستان ته په اشاره وويل، چې د افغانستان په سوله کې يې مرسته ونه کړه او نه هم په خپله ژمنه ودرېد.
د ولسمشر له قوله هغه هېوادونه، چې د سولې په برخه کې يې مرسته ونه کړه، د انزوا پر لور روان دي.
ښاغلي غني زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه د هېواد په گڼو سيمو کې د مخالفينو پر ضد جگړې کوي او د پخوا پرتله ډېر غښتلي دي.
نوموړي د ولسي جرگې له غړو سره ژمنه وکړه، چې د سرپرستو چارواکو پر ځای به نوي مسوولين ولسي جرگې ته معرفي کړي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې مخالفين په څو ډلو ووېشل او د خبرو ډېر ټينگار يې پر حقاني ډلې و، چې د هېواد په گڼو سيمو کې بريدونه او چاودنې کوي.
نوموړي گواښ وکړ، چې امنيتي ځواکونه به دغه مخالفين دوزخ ته ولېږي او د نيول کېدو په صورت کې به د قضايي ارگان له لوري سخت مجازات شي.
د ده په وينا د حکومت هغه مامورين، چې د مخالفينو ملاتړ کوي او يا مرسته ورسره کوي، هغه ملي خانيان دي او په سخته سزا به ورسيږي.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وويل، چې مخالفينو د حکومت له عفوې ناوړه گټه پورته کړه او له دې ورسته به دغه دوازه يوازې د هغه چا پر مخ خلاصه وي، چې اساسي قانونه مني او له ترهگرۍ سره هر ډول اړيکې پرېکړي.
د سياسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد مياه گل خالد وايي، چې ولسمشر ښې خبرې وکړې، مگر هغه څه، له ولس سره يې ژمنه شوې وه، ولس وانه ورېدل.
د نوموړي له قوله ولس په تمه و، چې ښاغلی غني به دوست او دوښمن دوی ته وروپېژني او پرېکړې خبرې به وکړي، ولې د نوموړي په خبرو کې نوي څه نه و.
د سياسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، چې د اشرف غني خبرې هېواد کې د جگړو او مرگونو د نوي باب پرانستنه ده.
ولسمشر غني د ملي شورا شريکې ناستې په داسې حال کې وينا وکړه، چې د دواړو شوراگانو وکيلان، قاضي القضات، وزيران، د سولې شورا غړي او گڼ نور چارواکي هم دغې غونډې ته راغلي وو.