ولسمشر پاکستان سره د خپلو نږدې اړيکو ننګه وکړه
د ملي وحدت حکومت ولسمشر اشرف غني پاکستان سره د خپلو نږدې اړيکو درلودلو ننګه کړې او په دې اړه يې د ملي امنيت د پخواني رييس رحمت الله نبيل نيوکې رد کړې دي.
ولسمشر غني پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال تر ګڼ شمېر نيوکو لاندې راغی، د افغانستان د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل نوموړی له دې امله ګرم وباله، چې پر هغه هیواد باور کوي، چې په ګمان يې د افغانستان په روانو جګړو کې د دولت وسله وال مخالفين حمايه کوي.
خو ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې پاکستان په افغانستان کې د جګړې د پاي ته رسولو په خاطر د سولې خبرو د بيا پيل لپاره مهم شريک بللی، نوموړي نن کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وپوښتل: «آيا د پاکستان له مثبت ملاتړ پرته به افغانستان کې جګړه لا پسې ونه غځېږي، ځواب راکړئ»؟ هغه زياته کړه: «که چېرې د هيواد د بې ثباتۍ يو لامل زموږ دا ګاونډي هيواد هم دی، نو په ګډه ورسره کار کول يوه هر اړخيزه اړتيا ده، څو روانه جګړه پای ته ورسېږي».
تېره اونۍ پاکستان کې د «اسيا زړه» کانفرانس کې د پاکستان او افغانستان تر منځ هوکړه وشوه، چې ډېر ژر به يو وار بیا د افغان دولت او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته د موقع برابرولو هڅې پيل شي، ولسمشر غني هم دې کار ته خوشبيني ښودلې ده، خو د ملي امنيت رييس يې په غبرګون کې خپله دنده خوشې کړه.
ويل کېږي، اشرف غني دغه کانفرانس کې د امريکا د ولسمشر بارک اباما د فشار له امله ګډون وکړ، نوموړي له دې وړاندې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره د پاريس غونډه کې له ګډونه هم انکار کړی و، خو وروسته چې د پېښور او کويټې ځينې پښتنو سياستوالو کابل کې هغه سره ليدنه وکړه، غني له نواز سره ليدو ته چمتوالی وښود.