روانې چارېسلايډسيمه او نړۍ

امريکايي رسنۍ: امريکا او روسيه يو ځل بيا د سړې جگړې پر لور

ايا امريکا او روسيه يو ځل بيا د سړې جگړې زمانې ته لاړل؟ امريکايي ليکوال روبرټ ليگفورډ وايي، چې روسيه او امريکا دواړه د سړې جگړې پر لور روان دي، د دواړو گټې د يو بل په مخ کې خنډ دي او د نړۍ په گڼو هېوادوو کې د امريکا او روسيې ضد او نقيض دريځونه د دې نښه ده، چې دواړو هېوادونو يو ځل بيا د يو بل پر ضد سړه جگړه پيل کړې ده.

روبرټ ليگفورډ نيشنل انټرسټ امريکايي مجلې سره په خپله مرکه ويلي، چې روسيه د شوروي اتحاد له نسکورېدو وورسته بيا هغومره ستر قوت نه دی، چې پخوا و، مگر بيا هم نړۍ ته ستر گواښ متوجه کولای شي؛ ځکه چې اتومي وسلې لري او د نورې نړۍ په گډون منځني ختيځ کې پراخ نفوذ لري.

د ليکوال له قوله په اوکراين کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سړې جگړې له امله روسيې پر غرب توندې نيوکې وکړې او د روسانو له نظره ناټو په سيمه کې د روسيې د گټو پر وړاندې ستر خنډ دی.

ليکوال زياتوي، چې کېدای شي راتلونکي کال کې روسيه له سختو اقتصادي ستونزو او بنديزونو سره مخ شي، په داسې وخت کې، چې سعودي عربستان د خپلو تېلو په صادراتو کې د کمښت خبر هم رد کړی دی.

له بل لوري واشنگټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې هم اروپا کې د امريکايي سرتېرو د مشر قوماندان جنرال کورټس سکپاروټي له قوله ليکلي، چې اوس وخت راغلی، چې روسيه د خپلو تکتيکونو او ګواښونو خوند په خپله وڅکي.

دغه امريکايي جنرال کانگريس ته د روسيې د تېري په اړه ويلي، چې اوس وخت رارسېدلی، چې امريکا د روسيې پر ضد هر ډول سياسي او پوځي گام پورته کړي.

جنرال کورټس سکپاروټي دا څرگندونې د امريکايي کانگريس د وسله والو ځواکونو کمېټې ته وروسته له هغې وکړې، چې روسي الوتکو د باتليک سمندر کې د امريکايي جنگي بېړۍ يو ايس ايس ډونلد پر سر تکراري پروازونه وکړل.

واشنگټن پوسټ ليکلي، چې د روسيې جنگي الوتکو دوه ورځې د امريکايي جنگي سمندري بېړيو پر سر الوتنې وکړې او په دغه وخت کې پنټاگون او ناټو د دغو الوتنو په اړه خپلې اندېښنې څرگنندې کړي او دا يې يو ستر گواښ بللی دی.

د جنرال سکپاروټي له قوله د امريکايي سمندري بېړيو پر سر د روسي الوتکو پروازونه د دې نښه ده، چې د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتين اوکراين کې د بېلتونپالو ملاتړ کوي او له دې لارې غواړي، چې د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ بې باوري پيدا کړي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې امريکا بايد په اروپا کې خپل پوځونه او پرمختللې وسلې زياتې کړي، چې د روسيې مخ پر زياتېدونکي گواښونو پر وړاندې د ځواب ويلو لپاره تيار وي.

د واشنگټن پوسټ په وينا د روسي گواښونو په اړه کانگريس ته د امريکايي جنرال څرگندونې کېدای شي د واشنگټن او ماسکو اوسنۍ اړيکې نورې هم خړې کړې، سره له دې، چې تېره اوونۍ بارک اوباما خپل روسي سيال سره د تيليفوني اړيکې پر مهال دې موضوع ته اشاره ونه کړه او په نورو امنيتي موضوعاتو وغږيدل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button