روغتيا

لږ خوب د ساري مرضونو لامل کېږي

په دې وروستيو کې د خوب او ساري مرضونو تر منځ د تړاو په اړه نوې څېړنې خپرې شوې دي. دغه څېړنې ښکاره کوي چې هغه کسان چې په ۲۴ ساعتونو کې پنځه ساعته، يا لږ خوب کوي، يا په خوب کې له ستونزو سره مخ کېږي، په ساري مرضونو د اخته کېدو امکانات يې تر نورو ډېر وي.

دغه څېړنه ښکاره کوي چې هغه بالغ کسان چې مناسبه اندازه خوب کوي، د زکام او نورو ورته ناروغيو امکانات يې لږ وي.

د دغې څېړنې مشر څېړونکی، ډاکټر اريک وايي چې د ژوند له تېزېدو سره د انسان بوختياوې هم زياتې شوې دي چې د مناسبې اندازه خوب اجازه نه ورکوي، چې دا يې په روغتيا بده اغېزه لري. بې خوبې، يا کم خوبې، نه يوازې د ساري مرضونو لامل ګرځي، بلکې ويل کېږي چې د زړه د مرضونو لامل هم ګرځي.

پورتنۍ څېړنه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۲م کالو تر منځ ترسره شوې او ۲۲ زره بالغو کسانو په کې برخه اخيستې وه. په څېړنه کې برخه اخيستونکو د خپل خوب وخت ثبت کړی و، وروسته دوی د يادو کسانو روغتيايي حالت کتلی او دغه پایلې يې په کې ترلاسه کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button