د پښو بدبویي څنګه له منځه یوسو؟
دا سمه ده چې خوَله د انسان روغتيا ته ډېره ګټوره ده، مګر کله ناکله ډېره خوَله د تکليف لامل هم ګرځي. د پښو د خوَلې يو منفي تاثير د پښو بدبويي ده چې ډېر خلک پرې اخته دي.
ځينې احتياطي تدابير دي چې انسان بايد ورته مخکې له وخته متوجه وي. ډېری خلک ګومان کوي چې خوله خو ګرمۍ کې ډېره وي، نو ژمي کې ولې پښې بوی کوي، په داسې حال کې چې پښې تر ټولو ژمي کې ډېر بوی کوي. د دې لامل دا دی چې ژمي کې انسان ډبلې جيرابې پښو کوي او د پښې سلولونه بندوي.
دغه راز بايد دېته مو هم پام وي چې پر انسان فشار او غوسه هم د پښو په خوله کې اثر لري. هغه خوله چې د فشار له امله د انسان له بدنه خارجېږي، نوعه يې بدله وي او له همدې امله يې بدبويي هم ډېره وي.
د پښو خوَله، ګرمي او رطوبت د باکتيرياوو د رشد او تغذيې لامل کېږي. وروسته همدا باکتيرياوې د انسان په پښو کې د بدبويئ لامل کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې له دغې ستونزې څنګه ځانونه وساتو؟
د پښو د بدبويۍ درمل:
- د پښو له بدبويۍ سره د مبارزې لومړۍ کار دا دی چې جيرابي وخت په وخت په منظم شکل بدلې شي، په ځانګړې توګه هغه مهال د جيرابو د ژر بدلولو اړتيا ډېره ليدل کېږي چې د انسان خوَله ډېره وي.
- ښه دا ده چې له هغو جيرابو استفاده وشي چې خوله جذبوي، لکه د نخي ټوټو جيرابې.
- که چېرته د جيرابو له منظمې استفادې او وخت په وخت بدلولو سره بيا هم د بدبويۍ ستونزه پاتې وي، بيا بايد په پښو کې د خوَلو ضد موادو څخه ګټه پورته کړو.
- له يو جوړه بوټانو بايد يوازې يوه ورځ ګټه پورته شي او نور د استراحت له پاره وخت ورکړل شي. خو که څوک يوه جوړه بوټان لري او ناچاره دی چې له همدې استفاده وکړي، بيا دې خپلو پښو ته ډېره توجه کوي، هره ورځ دې مالش ورکوي.