ډېری خلک د خپل بدن د پاکۍ او فعال ساتلو لپاره په ورځنۍ توگه لامبا اړينه بولي، خو د روغتيا او ښکلا پوهان وايي، چې ډېر لامبل شايد سرچپه پايلې ولري او په ترڅ کې يې د انسان شکل او پوستکی زيانمن شي او ان د اکزيما (د سپوڼي په څېر د پوستکي يوه ناروغي) سبب شي.
د پوستکي د ناروغيو المانی متخصص کورډ زونډرکوټر وايي: «په اوونۍ کې يوازې له دوو تر دريو ځلو لامبل بسنه کوي، ځکه له هر ځل لامبلو سره د انسان له بدنه هغه گټورې بکترياوې له منځه ځي، چې پوستکي او ښکلا ته گټورې دي».
د پوستکي د ناروغيو يو بل المانی متخصص کريسټوف ليبيش وايي، چې د انسان پر پوستکي له لسو زرو ډولو ډېرې بکترياوې ژوند کوي، چې د پوستکي روغتيا لپاره خورا مهمې دي. نوموړی زياتوي، چې دغه بکترياوې د يوه مضبوط دېوال په څېر د ناروغيو د رامنځته کېدو مخنيوی کوي.
ځکه نو د اوونۍ په اوږدو کې ډېره لامبا او په هغې کې د پاکوالي مواد (صابن وغيره) کارول د پوستکي د بکترياو توازن خرابوي. وروسته هغه پوستکی چې روغ وي، دغه بکترياوې بېرته په اسانۍ پوره کوي، خو که کوم پوستکی وچ (خشک) وي ډېره لامبا پرې د اکزيما ناروغۍ د رامنځته کېدو گواښ ډېروي.
زونډرکوټر دا هم ويلي، چې لاسونه بيا داسې نه دي او د امکان تر حده يې انسان وينځلی شي، په ځانگړي ډول له خوراک وړاندې او له قضای حاجت وروسته، دا له دې امله چې بدن ته ډېری ناروغۍ د لاسونو په واسطه لار پيدا کوي.
زونډرکوټر ټينگار کړی، چې د ښايسته څېرې د لرلو او بدن د پاکۍ لپاره د بدن د هغو برخو وينځل بسنه کوي، چې پاکۍ ته اړتيا لري او ژر خوله کېږي، لکه لاسونه، پښې، تخرگونه او د بدن حساسې برخې، خو د دې لپاره هر ځل د صابون کارول اړين نه دي.
دغه راز هغه کسان چې هره ورځ تمرين کوي، په کار ده، چې له تمرين وروسته بدن يوازې په اوبو ووينځي، چې دا يې پاکۍ ته بس ده.