د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راورسېد. کیري د ملي یووالي حکومت له جوړولو وروسته دا دوهم وار دی چې بیا کابل ته راځي.
کیري په داسې حال کې کابل ته راورسېد چې د ملي یووالي حکومت له گڼو ننگونو سره مخ دی. د بیکارۍ کچه لوړه شوې، امنیت تر پخوانیو کلونو ډېر خراب شوی، د وحدت ملي حکومت تر منځ ډېری اختلافات لیدل کېږي او د امریکایانو له راتگ وروسته د لومړي ځل لپاره یو مهم ولایت سقوط کول او دېته ورته نورې گڼې ستونزې چې د ولس زغم یې نور پای ته رسولی دی.
ټاکل شوې ده چې کیري به په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجرایيه رئيس عبدالله عبدالله سره ناستې کوي. د ملي یووالي حکومت چې د کومې سیاسي هوکړې له مخې واک ته رسېدلي وو د روان کال په سپتمبر کې به پای ته رسېږي.
کیري به کوښښ کوي چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ شته ختلافاتو ته د پاي ټکی کېږدي.