م م او شانگهای ټولنې د افغانستان پر سياسي او امنيتي حالاتو اندېښنه وښوده
ملگرو ملتونو او د شانگهای همکارۍ سازمان د افغانستان په سياسي او امنيتي حالاتو او د ملي يووالي حکومت د خپلمنځي همکاريو په اړه خبرې کړي دي.
مرکزي اسيا لپاره د ملگرو ملتونو د نشه يي توکو ضد ادارې مشرې اشيتا ميتال د شانگهای همکارۍ سازمان د ترهگرۍ ضد ادارې اجرايوي مشر يافگينجي سره د افغانستا پر سياسي او امنيتي حالاتو خبرې کړي او اوسنی حالت يې گواښوونکی بللی دی.
دواړو مشرانو د افغانستان اوسني حکومت د گډونوالو په کمزورې همکارۍ او حکومتدارۍ خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د ډېرو نا امنيو يو لامل د حکومت کمزوری دريځ او له خلکو لرې والی دی.
د شاهنگهای سازمان مشرې وويل، چې د ترهگريزو بريدونو د زياتېدو د مخنيوي لپاره په سيمه ييزه او نړيواله کچه جدي گامونو ته اړتيا ده او د جگړې عوامل بايد له منځه ولاړ شي.
مرکزي اسيا لپاره د ملگرو ملتونو د نشه يي توکو ضد ادارې مشرې اشيتا د نا امنيو د زياتېدو تر څنگ وويل، چې افغانستان کې د کوکنارو کښت او سوداگري هم د تېرو کلونو په پرتله زياته شوې، چې له امله يې د نړۍ امنيت او روغتيا ته جدي گواښونه متوجه دي.