د غزني په اندړو ولسوالۍ کې دمگړۍ د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ درنه نښته روانه ده او طالبان د ولسوالۍ د نيولو هڅې کوي.
د غزني چارواکو وېره ښودلې، چې که بېړنۍ مرسته يې ونه شي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د غزني د ولايتي شورا رييس حميد الله نوروز پژواک سره خبرو کې ويلي، چې دې ولايت کې د پوليسو د تشکيل د کموالي له امله ډېرو ولسواليو کې جگړه روانه ده. نوموړي زياته کړې ده، چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې په اندړو کې جگړه روانه ده او که جدي پاملرنه ورته ونه شي، طالبان به ولسوالۍ ونيسي. د ولايتي شورا د رييس په وينا غزني په لومړۍ درجه ولايتونو کې دی، خو حکومت ورته د دريمې درجې ولايتونو په سترگه گوري.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم اندړو کې د درنې نښتې پخلی کړی دی. هغه وايي: «ښار کې د پوليسو د نه درلودو له امله يې پوليس له ولسواليو ښار ته ورغوښتي دي، همدا راز يې د امن سيمو پوليسو نورو سيمو ته استولي».
په داسې حال کې چې د اندړو اوسېدونکي وايي، له هر لوري د سپکو او درنو وسلو د ډزو له کبله له خپلو کورونو نه شي راوتی، د غزني والي عبد الکریم متين وايي: «اندړو ته مو ښه ډېر ځواکونه لېږلي او طالبان هم ښه ډېر راغلي دي او جگړه روانه ده». والي وايي طالبان د ولسوالۍ د نيولو هڅه کوي.
وسله والو طالبانو هم د اندړو د جگړې پخلی کړی او ادعا يې کړې، چې تر دې دمه يې گڼې امنيتي پوستې نيولې دي. د هغوی وياند ذبيح الله مجاهد وايي، نږدې زر تنه طالب وسله وال يې اندړو ته استولي دي.