د کلیفورنیا له روغتون برید وروسته د امریکا د کورنیو چارو څارنې ادارې د برید کوونکو څخه د هغوی پاتې شوې ایفون مبایل تر لاسه کړی وو. څارگرې ادارې د محکمې له لارې د ایفون له کمپنۍ څخه غوښتنه وکړه چې د مبایل د پټ نوم په خلاصولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
ایفون کمپنۍ د څارگرې ادارې دغه غوښتنه ونه منله او دلیل یې دا وویل چې دوی نه غواړي د خپلو مشتریانو پټ معلومات د نورو په وړاندې ښکاره کړي. د څارگرې ادارې او د ایفون د کمپنۍ تر منځ دغه شخړه د محکمې په منځگړیتوب سره په مخ تله چې په پای کې وروسته له دریو میاشتو هلو ځلو څارگره اداره په دې وتوانېدله چې د ایفون مبایل د کمپنۍ له مرستې پرته خلاص کړي.