
د ملگرو ملتونو د کډوالو د څانگې چارواکي وايي چې دوي پلان لري د افغان کډوالو د ستونزې د حل لپاره به د افغانستان، پاکستان، ایران او اروپایي اتحادیه له لوري گډ کنفرانس وشي تر څو دغه ستونزه نور د تل لپاره حل کړای شي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو د برخې مشر فلیپوو گراپوو له ایراني خبري اژانس ارنا سره ویلي چې غونډه کې به افغانستان، پاکستان، ایران او اروپايې اتحادیه برخه اخلي.
تر دې دمه د غونډې وخت او ټاکل شوی ځای نه دی اعلان شوی خو د غونډې تر ټولو مهمه موخه به دا وي چې نور د افغان کډوالو ستونزه د تل لپاره حل کړي.
فلیپوو گراپوو همداراز زیاته کړه چې ولسمشر غني د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره خپله د پام وړ تیاري کړې