افغانستان

حزب التحریر د اجرائيه رئيس د څرګندونو په اړه توند غبرګون ښودلی

حزب التحرير ګوند د يوې اعلاميې خپرولو له لارې د اجرائيه رئيس د پرونيو څرګندونو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

حزب التحریر ته منسوبې فېسبوک پاڼې ليکلي: «اجرائيه رئيس عبد الله عبد الله د وزيرانو شورا په غونډه کې ويلي، چې جزب التحرير د تروریستي ډلو غير نظامي څانګه ده، چې ځوان نسل او خلک تروریستي فعاليتونو ته هڅوي، چې دغه څرګندونې د حزب التحرير له لوري رد دي».

اعلاميې زياته کړې ده: «د حزب التحرير فعاليتونو په داسې حال کې د جان کري رامنځته کړي حکومت ته سرخوږی جوړ کړی او تروریست يې بللی، چې هره ورځ په هېواد کې سلګونه مسلمانان د غربي او سيمه ييزو استخباراتو له لوري په وحشي توګه وژل کېږي، دولت پر دغو جنايتو د چوپتيا سربېره په ډېرو مورادو کې په جرم هم ورګډ وي، خو دغه مسلمان وژنې ته ترهګري نه وايي».

ياد ګوند له اجرائيه رئيسه غوښتي، چې د خپلې دعوې لپاره دې يو کوچنی ثبوت وړاندې کړي.

ډاکټر عبد الله عبد الله تېره ورځ ويلي و، چې حزب التحرير د «ترهګرو ډلو» غير نظامي څانګه ده، افغانستان کې فعاليت لري او ځوانان هڅوي، څو له «ترهګرو ډلو» سره يو ځای شي.

حزب التحرير په ۱۹۵۳ز کال د فلسطيني عالم شيخ تقي الدين په لاس تاسيس شو.

دغه ګوند په نړۍ کې د يوه اسلامي خلافت په راوستو باور لري او هر هېواد ته د دې خلافت د يوه ولايت په سترګه ګوري. یاد ګوند سوله‌ییزه مبارزه کوي او په وسله‌والې مبارزې باور نه لري. د دې ګوند غړي وايي، ګوند يې په ۴۵ هېوادو کې فعال دی، چې افغانستان کې يې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته په ۲۰۰۳ز کال په پټه توګه فعاليت پيل کړ، چې فعاليت يې غيرقانوني بلل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button