افغانستانخبرونه

حکومت په شمال کې د وروستیو تاوتریخوالو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

ولسمشر محمد اشرف غني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په شمال کې د لومړي مرستیال ولسمشر، عبدالرشید دوستم او د بلخ د سرپرست والي، عطامحمد نور د وسله‌والو ترمنځ وروستۍ نښتې د زغم وړ ونه بللې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ولسمشر ویلي، چې د اساسي قانون د حکم پر بنسټ د غونډو او سوله‌ییزو لاریونو پر ازادۍ ټینګار کوي؛ خو د تاوتریخوالي له وسایلو ګټه پورته کول له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.

ولسمشر زیاته کړې، چې په شمال کې د نامسووله وسله‌والو ترمنځ وروستۍ نښتې د هېواد د نافذه قوانینو څرګند نقض دی او افغان حکومت نه یوازې دا چې د دغو شخړو د پای ته رسولو غوښتنه کوي، بلکې د هېواد امنیتي مسوولینو ته یې دنده سپارلې چې له مغرضو افرادو سره جدي چلن وکړي.

ولسمشر یو باصلاحیته پلاوی ګومارلی چې د وروستیو تاوتریخوالو لاملونه وڅېړي او عاملین یې په نښه کړي.

پرون د فاریاب په مرکز، میمنې ښار کې د جنرال دوستم او عطامحمد نور د وسله‌والو ترمنځ نښتې کې یو تن ووژل شو او پنځه تنه نور ټپیان شول. په شمال کې د دغو دوو تنو پخوانیو جنګسالارانو د پلویانو ترمنځ نښتې یو ځل بیا د ټوپکسالارانو ترمنځ د جګړو وېره راژوندۍ کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button